په غزې تړانګې کې جنایتکارو صهیونیسټانو درندې مرګ ژوبلې زغملي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i143732-په_غزې_تړانګې_کې_جنایتکارو_صهیونیسټانو_درندې_مرګ_ژوبلې_زغملي
د فلسطین په غزې تړانګې کې د حماس غورځنګ مشر یحیی السنوار په همداوروستیو شپو ورځو کې ددغه غورځنګ د سیاسی دفتر د رهبرانو لپاره یو مهم پيغام لیږلی دی.
(last modified 2023-12-25T06:40:34+00:00 )
Dec 25, 2023 11:08 Asia/Kabul
  • په غزې تړانګې کې جنایتکارو صهیونیسټانو درندې مرګ ژوبلې زغملي

د فلسطین په غزې تړانګې کې د حماس غورځنګ مشر یحیی السنوار په همداوروستیو شپو ورځو کې ددغه غورځنګ د سیاسی دفتر د رهبرانو لپاره یو مهم پيغام لیږلی دی.

الجزیره ټیلیویژني چینل راپور ورکړی ، یحیی السنوار په تیرو دوو ورځو کې دحماس غورځنګ  د سیاسی دفتر مشر او نورو غړو ته د خطاب   یو اوږد اومهم پیغام  لیږلی او پکې ئې ټینګار کړی دی ،د عزالدین قسام کنډکونو  د وحشي جنایتکارو صهیونیسټي  عسکرو په ضد بې مخینې ، سختې او پيچلي نښتې تعقیبوي  او بریالي شوي دي ، دوي ته ډيرې زیاتې مرګ ژوبلې اوم تاوانونه واړوي.

دغه خبری چینل  له حماس سره د نزدې سرچینو له قوله  زیاته کړې ده  د السنوار  په پیغام کې راغلی دي ، دغزې  مقاومتي مبارزان بریالي شوي دي یوازې په مځکینو  عملیاتو کې ئې څه دباندې پنځه زره صهیونیسټي  افسران  او پوځیانو  ته مرګ  ژوبلې اړولي دي . ددغه راپور په اساس ، په دغې مودې کې ددښمن ۷۵۰ ټانکونه، زغروال  ګاډي او نور  ګاډي  په کلي یا په جزئي توګه تباه شوي  دي .

السنوار په دغه پیغام کې ټينګار کړی دی ، د قسام کنډکونو د صهیونیسټي جنایتکار پوځ  سربداله کړي  او  مقا ومتي مبارزان هیڅکله هم د نیواکګرو دشرطونو پيټی په شا نه وړي .

په غزې تړانګې کې د حماس غورځنګ مشر په دغې سیمې کې د فلسطین دملت  مقاومت او کلکې دریداپه قدرونې سره ټینګار وکړ، دغه ملت د اتلوالۍ ،پیوستون او سرښیندنې  او قربانۍبې مخینې او لوي مثالونه  وړاندې کړي دي او د سیاسی قوماندانانو مسئولیّت دا دی چې د مظلومو خلکو زخمونو باندې پټئ کیږدي  او خپله پايداري او میړنتوب نوره هم پیاوړی کړي .

 د یحیی السنوار پیغام د موقته انساني اور بند لپاره د قطي او مصری مینځګړیو له خوا  دمطرح شوو وړاندیزونو پسې صادر شوی دی.ددغه  غورځنګ متفق القول  مسئولانو اعلان کړی دی،د غزې تړانګې دکلابندۍ دختمیدا او د جنګ د بشپړ بندیدا پرته ، دبندیانو دمبادلې او  د موقته اوربند وړندیزونه  هیڅکله هم نه مني.