اسرائیلو د فلسطین څلور زره زده کونکي شهیدان کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i143886-اسرائیلو_د_فلسطین_څلور_زره_زده_کونکي_شهیدان_کړي
الجزیرې ټیلي ويژن نن راپور ورکړ د فلسطین د غزې د ښوونې او روزنې وزارت وویل د اسرائیلو رژیم په حملو کښې تراوسه څه د پاسه څلور زره زده کوونکي او د ښوونې او د روزنې وزارت دوه سوه نهه کارکوونکي شهیدان شوي دي.
(last modified 2023-12-28T06:47:17+00:00 )
Dec 28, 2023 07:39 Asia/Kabul
  • اسرائیلو د فلسطین څلور زره زده کونکي شهیدان کړي

الجزیرې ټیلي ويژن نن راپور ورکړ د فلسطین د غزې د ښوونې او روزنې وزارت وویل د اسرائیلو رژیم په حملو کښې تراوسه څه د پاسه څلور زره زده کوونکي او د ښوونې او د روزنې وزارت دوه سوه نهه کارکوونکي شهیدان شوي دي.

د اسرائیلو په وحشي حملو کښې دغه راز اوه زره او دوه سوه نهه پنځوس زده کونکي او شپږ سوه نولس معلمان ژوبل شوي هم  دي.

د فلسطین په غزې تړانګې ، خان یونس او شمالي غزې کښې د صهیونیسټ رژیم په بریدونو او جنایتونو کښې ښوونځیو ته زیات تاوانونه رسیدلي دي په دې ډول چې څلور اویا فیصده تخریب په دغو سیمو کښې شوی دی.

تراوسه د غزې په جنګ کښې یویشت زره او یوسل لس کسان شهیدان شوي دي چې دا د غزې د نفوسو یو فیصده جوړوي او دا چاره د صهیونیسټ رژیم په لاس د فلسطینیانو په نسل کشۍ کښې تر ټولو ښکاره دلیل دی.

د اسرائیلو په حملو کښې تراوسه پینځه پنځوس زره او دوه سوه درې څلویښت کسان ژوبل شوي هم  دي.

نن دوه اتیایمه ورځ کیږي چې د فلسطین د مقاومت ځواکونو او د نیواکګر صهیونیسټ رژيم ترمینځ سخت جنګونه روان دي.