غزې تړانګه کښې د اسرائیلو درې نور پوځیان ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i143890-غزې_تړانګه_کښې_د_اسرائیلو_درې_نور_پوځیان_ووژل_شول
الجزیرې ټیلي ويژن راپور ورکړی پرون د فلسطین د غزې تړانګې په جنوب او شمال کښې په جنګونو کښې د اسرائیلو د پوځ درې عسکر چې یو پکښې دوه ویشت کلن جګړن ، بل پکښې څلرویشت کلن کپتان او بل دوه دیرش کلن قومندان شامل دي وژل شوي دي.
(last modified 2023-12-28T05:24:03+00:00 )
Dec 28, 2023 08:08 Asia/Kabul
  • غزې تړانګه کښې د اسرائیلو درې نور پوځیان ووژل شول

الجزیرې ټیلي ويژن راپور ورکړی پرون د فلسطین د غزې تړانګې په جنوب او شمال کښې په جنګونو کښې د اسرائیلو د پوځ درې عسکر چې یو پکښې دوه ویشت کلن جګړن ، بل پکښې څلرویشت کلن کپتان او بل دوه دیرش کلن قومندان شامل دي وژل شوي دي.

په دغه نښته کښې د اسرائیلو درې پوځیان ژوبل شوي هم دي.

ملګروملتونو هم وویل چې په تیرې سې شنبې او چهارشنبې ورځو په غزې کښې د اسرائیلو دوه ویشت پوځیان وژل شوي دي.

بل خبر دا چې د فلسطین حماس غورځنګ جنګیالیو د غزې تړانګې په شمال کښې په صفتاوي سیمه کښې له اسرائیلي عسکرو سره شپږ ساعته سخته نښته وکړه او ویل کیږي چې حماس غورځنګ په دغه جګړه کښې د لومړي ځل لپاره د اسرائیلي عسکرو پرضد پرمختللي ترموبیریک(thermobaric) راکټونه استعمال کړي دي.

د حماس جنګیالیو دغه راز د اسرائیلو په هیلي کوپټرونو باندې له ځمکې څخه هوا ته ویشتونکي  توغندي هم توغولي دي خو هیلي کوپټرنه نسکور شوي نه دي.

په واشنګټن کښې دیره ځینو ارګانونو ویلي دي چې حماس غورځنګ د اسرائیلو پرضد تر ټولو پرمختللي وسلې استعمالوي.

بل خبر دا  چې د امریکا په نیویارک کښې یوشمیر خلکو د فلسطین په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې او پولیسو هم شپږویشت اعتراض کونکي ونیول.

Image Caption
Image Caption
Image Caption