د فلسطین مقاومت ځواکونو لس اسرائیلي عسکر ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i143960-د_فلسطین_مقاومت_ځواکونو_لس_اسرائیلي_عسکر_ووژل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د پوځي څانګې قسام غونډ ځواکونو په غزې تړانګه کښې په یوې غلچکۍ حملې کښې د صهیونیست رژيم لس(۱۰) نور پوځیان هلاک کړل.
(last modified 2023-12-29T21:27:50+00:00 )
Dec 30, 2023 01:42 Asia/Kabul
  • د فلسطین مقاومت ځواکونو لس اسرائیلي عسکر ووژل

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د پوځي څانګې قسام غونډ ځواکونو په غزې تړانګه کښې په یوې غلچکۍ حملې کښې د صهیونیست رژيم لس(۱۰) نور پوځیان هلاک کړل.

د قسام غونډ یوې سرچینې بیګا وویل د فلسطین د حماس مقاومت ډلې ځواکونو د غزې تړانګې د «التفاح »محلې په ختیځ کښې په یوه کمین کښې د اسرائیلو یو زغر ګاډی تباه کړ او له نږدې څخه یې د صهیونیسټ رژيم لس پوځیان هلاک کړل.

له دې مخکې هم د حماس غورځنګ د پوځي څانګې قسان غونډ ځواکونو ویلي وو چې د البریج» کیمپ په شمال کښې  یې د صهیونیسټ رژیم په پلي ځواکونو او د هغوې په پوځي تجهیزاتو باندې بریدونه کړي دي او یوشمیر اسرائیلي عسکر یې وژلي یا ژوبل کړي دي.

د صهیونیسټ رژیم پوځ هم وویل چې په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې په غزې تړانګه کښې د دوې یویشت پوځيان ژوبل شوي دي.

د اسرائیلو پوځ وویل چې په غزې باندې د حملو له پیل راهسې یې نهه سوه شپږدیرش پوځيان ژوبل شوي دي.

له صهیونیسټ رژیم سره په مقابله کښې د مقاومت د ځواکونو له پرله پسې بریالیتوبونو سره په یووخت د نړۍ د بیلابیلو سیمو خلکو هم د فلسطین له مظلومو خلکو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او هغوې په سمدستي ډول د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د بندولو غوښتنه کوي.