امریکا په عربي نړۍ کښې د جنګ د پراخولو هڅه کوي
فارس خبري اژانس راپور راکړی د یمن پارلمان د یمن په کشتیو باندې له حملې د امریکا هدف په عربي نړۍ کښې د جنګ پراخول او د فلسطین د مظلومو خلکو د وژلې په دوام کښې د صهیونیسټ رژيم له جنایتونو ملاتړ وباله.
څو ورځې مخکې په سره سمندر کښې د یمن د سمندري ځواک په کشتۍ باندې د امریکا د عسکرو په برید کښې د یمن لس پوځيان وژل شوي وو.
د یمن پارلمان پرون د امریکا د عسکرو په برید کښې د یمن د سمندري ځواک د لسو ځواکونو شهادت په غبرګون کښې ټینګار وکړ د یمن په اوبو کښې د امریکا د انګلستان او د دوې د ملګرو هیوادونو د سمندري ځواکونو په شتون سره به له دوې سره د دښمنو هدفونو په توګه چلند وشي.
د یمن پارلمان د یمن په کشتۍ باندې حملې کښې د امریکا د پوځي اقدام په غندلو سره وویل امریکا د یمن په کشتیو باندې په حملې سره په عربي دنیا کښې د جنګ د پراخولو کوشش کوي چې له دې لارې د فلسطین د ملت پرضد د وحشیانه وژلو ملاتړ وکړي.
د یمن پارلمان زیاته کړه په لویدیځې اسیا سیمې کښې د امریکا پوځي اقدام په نړیواله سویه د سمندري ټرانسپورټ د امنیت لپاره حقیقي ګواښ دی او یمن او وسله وال ځواکونه حق لري د خارجي ګواښونو په مقابل کښې د خپلو اوبو او د واکمنۍ ملاتړ وکړي.
د یمن پارلمان د هیواد په خلکو غږ وکړ د امریکا او د انګلستان د ګواښونو په وړاندې چې د سیمې د هیوادونو د امنیت لپاره خطر ګڼل کیږي متحد ووسي او له تیریګرو سره د مقابلې کولو لپاره ځانونه پیاوړي کړي.