حزب الله د اسرائیلو د جاسوسۍ تجهیزات تباه کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i144590-حزب_الله_د_اسرائیلو_د_جاسوسۍ_تجهیزات_تباه_کړل
فارس خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د لبنان سرحد ته نږدې د نیواکي فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټ رژيم د جاسوسۍ د تجهیزاتو د تباه کولو خبر ورکړ.
(last modified 2024-01-11T05:16:48+00:00 )
Jan 11, 2024 09:06 Asia/Kabul
  •  حزب الله د اسرائیلو د جاسوسۍ تجهیزات تباه کړل

فارس خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د لبنان سرحد ته نږدې د نیواکي فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټ رژيم د جاسوسۍ د تجهیزاتو د تباه کولو خبر ورکړ.

حزب الله غورځنګ د نیواکي فلسطین په شمال کښې په «حدب البستان» او «حانیتا» پوځي اډو کښې د صهیونیسټ  نیواکګرانو د جاسوسۍ په تجهیزاتو باندې بریدونه وکړل.

مخکې د لبنان د حزب الله غورځنګ د اجرايي شورا مشر «هاشم صفي الدین» په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د صهیونیسټ رژیم داسې هیڅ اډه نشته چې د حزب الله په شیشت کښې نه وي وویل په هر هغه اډې او مرکز به چې د لبنان هیواد او د خلکو لپاره خطر ولري د  حزب الله لخوا بریدونه وشي.

د لبنان حزب الله د «طوفان الاقصی» له عملیاتو وروسته د فلسطین د ملت په ملاتړ کولو کښې د صهیونیسټ عسکرو په مرکزونو او صهیونیسټ میشته ښارګیو باندې د توغندیو ، د توپونو او د هوانونو ډزې کړي دي او  دغه چاره سبب شوي ده چې د نیواکي فلسطین په شمال کښې پرته اکثره صهیونیسټ میشته ښارګي خالي شي.

دغه راز د صهیونیسټ رژیم پوځیانو د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د جنین ښار په ختیځ باندې حمله وکړه.

فلسطیني مبارزانو هم د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو حملو ته په ځواب کښې په بمونو او چاودیدونکو موادو سره د اسرائیلي عسکرو په ګاډو باندې حملې وکړې.