د امریکا په ائتلاف کښې د بحرین شاملیدل شرمونکي دي
المسیره ټیلي ويژن راپور راکړی د بحرین د اسلامي غورځنګ مشر «شیخ عیسی قاسم» په یوې وینا کښې په سره سمندر کښې د یمن پرضد د امریکا په سمندري ائتلاف کښې د منامې په ګډون نیوکه وکړه او هغه یې یو دردونکی ، شرمونکی او ناوړه کار وباله.
هغه د فلسطین په غزې تړانګې باندې له تیریو څخه د محافظت لپاره د امریکا له ائتلاف سره په شاملیدا کښې د بحرین د حکومت د اقدام په شرمونکي بللو سره وویل د بحرین خلک د منامې د حکومت له دغه دریځ څخه شرمنده دي.
د بحرین د اسلامي غورځنګ مشر شیخ عیسی قاسم وویل د بحرین ملت غمجن او دردرمند دی ځکه چې د غزې تړانګې د مجاهدینو په صفونو کښې د جنګیدا او د اسلام د دفاع لپاره د هیڅ شي د وړاندې کولو جوګه نه دی خو د یمن مومنو او پایداره خلکو د حق د دفاع کولو او د باطل پرضد د مبارزې لپاره هر ډول هڅه وکړه او په دې زمینه کښې یې خپل ټول توان وکاروه.