په عراق یوه امریکايي بې پیلوټه الوتکه نسکوره شوه
د عراق د اسلامي مقاومت ډلې ویلي چې د دغه هېواد ختیځ دیاله ولایت کې یې د امریکا یوه MQ-9 ډوله ډرون الوتکه یې را نسکوره کړې ده.
د فارس خبري اژانس د معلوماتو له مخې؛ دغه الوتکه چې په کویټ کې د امریکا له هډې څخه پورته شوې وه، له پورته کېدو دوه ساعته وروسته په نښه او تر ویشتل کېدو وروسته نسکوره کړای شوه.
د یو بل خبر له مخې، امريکا او بريتانيا د يمن په الحديده کې پر يوې سيمې توغندي توغولي دي
په یمن کې د انصارالله سره تړلې المسیره خبری شبکې خبر ورکړی چې امریکایي او بریتانوي پوځیانو د دوو حملو په ترڅ کې یو ځل بیا د الحدیده ښار الجبانه سیمه کې بریدونه کړي دي.
په ورته وخت کې د غزې په شمال کې یو افسر او یو صهیونیسټ عسکر وژل شوي دي.
صهیونیسټ رژیم اعلان وکړ چې د غزې په شمال کې په نښتو کې د «یاهلوم» د څانګې د وسلو د انجینرۍ د څانګې یو بل افسر هم وژل شوی دی.
صهیونیسټي پوځ دغه راز د غزې په شمال کې د جګړې په سیمو کې د خپل یو بل عسکر د وژل کیدو خبر ورکړ.