د اسرائیلو رژیم په غزې تړانګه کښې ماتي خوړلي ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر غړي «احسان عطایا» ټینګار وکړ د غزې تړانګې په جنوب کښې په «العماري» کیمپ کښې د فلسطینیانو د مقاومت عملیاتو وښودله چې صهیونیسټ رژیم د غزې تړانګې پرضد جنګ کښې خپلو هدفونو ته په رسیدا کښې ماتي خوړلي ده.
هغه د فلسطین له «الیوم» ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل د اسرائیلو نیواکګر رژیم د فلسطین د مقاومت د جنګیالیو پرضد په خپلو بریدونو کښې د یوشمیر پوځيانو د وژل کیدا او د یوشمیر نورو د ژوبلیدا په خاطر په شوک کښې ډوب شوی دی.
احسان عطایا وویل په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د حملې له لومړۍ ورځې راهسې له صهیونیسټ نیواکګر رژیم سره د مقابلې لپاره د فلسطین د مقاومت ځواکونو ترمینځ بشپړه غږملتیا شته او وحدت د دغه رژیم په مقابل کښې د بریالیتوب لپاره اساسي رکن دی.
د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ ویاند «مصعب البریم» هم له المیادین ټیلي ويژن سره په مرکه کښې په العماري کیمپ کښې د وړمه شپې په عملیاتو کښې د صهیونیسټ رژيم د عسکرو په وژلو کښې د فلسطین د مقاومت د جنګیالیو بریالیتوب ته په اشارې سره وویل د صهیونیسټ نیواکګرانو پرضد دغه ګوزار د هغو ټولو کسانو سیاسي پاې دی چې لاسونه یې د فلسطین د خلکو په وینو ککړ دي.
د فلسطین د حماس غورځنګ یوه مشر «سامي ابوزهري» هم ټینګار وکړ په العماري کیمپ کښې د اسرائیلو نیواکګرو پوځيانو ته د مقاومت کاري ګوزار د دښمن لپاره مهم پیغام او د مقاومت د له مینځه وړلو په توهم باندې د چلیپا کرښه ده.
هغه وویل د امریکا حکومت او صهیونیسټ رژیم باید له دغو ځانګړیو عملیاتو دغه پیغام ترلاسه کړي چي د فلسطین د مقاومت ډلو قدرت په زیاتیدا دی او هغه کمیږي نه او د حماس غورځنګ د حذفولو احتمال یو ډول توهم دی.
سامي ابوزهري وویل اوس وخت رارسیدلی دی چې د فلسطین د یوه خپلواکه هیواد د جوړیدا، د برخلیک د ټاکلو او ازادۍ ته د رسیدا لپاره د فلسطین د ملت حقوق په رسمیت وپيژندل شي.