امریکا د عراق په بیلابیلو سیمو بریدونه کړي دي
(last modified Tue, 23 Jan 2024 23:34:21 GMT )
Jan 24, 2024 04:04 Asia/Kabul
  • امریکا د عراق په بیلابیلو سیمو بریدونه کړي دي

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د حکومت چارواکو د عراق په څو ولایتونو کښې د« الحشد الشعبي» ځواکونو په مرکزونو باندې د واشنګټن د هوايي حملو خبر ورکړ کوم چې د عراق د ملي واکمنۍ ښکاره خلاف ورزۍ ګڼل کیږي.

د« جرف النصر» په شان د عراق په ځینو سیمو کښې د څو چاودنو له اعلانیدا وروسته د امریکا پوځي چارواکو د عراق په الحشد الشعبي ځواکونو باندې د حملې مسوولیت پرغاړه واخیست کوم چې د یوشمیر کسانو د شهادت او ژوبلیدا سبب شوي ده.

د لبنان المیادین ټیلي ويژن او د عراق رسنیو نن سهار وختی د بغداد په جنوب کښې په جرف النصر سیمه کښې د څو چاودنو د غږونو د اوریدو خبر ورکړ.

المیادین ټیلي ويژن دغه راز د عراق په جرف النصر سیمه کښې د پينځو نورو چاودنو د غږونو د اوریدو خبر ورکړ او له دې سره په یووخت د عراق رسنیو امریکا د دغو هوايي حملو چې په بې پایلوته الوتکو سره شوي دي عامله وبلله.

د عراق رسنیو د خبرو سرچینو په قول ادعا وکړه چې په جرف النصر سیمه کښې د «علي اکبر» په نوم د کیمپ په حربي پوهنتون باندې د امریکا لخوا حمله شوي ده.

د امریکا یوه دفاعي چارواکي له الجزیرې ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل چې د واشنګټن عسکر د عراق په بیلابیلو سیمو باندې د حملو په حال کښې دي.

د امریکا یوه چارواکي وویل د عراق د حزب الله غونډ چې د الحشد الشعبي ځواک تر ټولګې لاندې دی په مرکزونو مو حملې کړي دي.

د عراق په القائم سرحدي ښار او دغه راز په بابل او الانبار ولایتونو باندې هم د امریکا لخوا حملې شوي دي.

المیادین ټیلي ويژن وویل د امریکا جنګي الوتکو له سوریې سره په سرحد کښې د عراق د القائم ښار په مرکزي سرحدي لارې هم بمبارې کړي دي او له کبله یې د الحشد الشعبي دوه ځواکونه شهیدان شوي دي.

 

ټیګونه