د صهیونیسټ رژیم نورو عسکرو هم له غزې شاتګ وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین له غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو د شاتګ په دوام کښې د اسرائیلو سرچینو بیګا وویل د صهیونیسټ رژيم پوځ یولسمه لیوا هم له غزې تړانګې څخه ایستلي ده.
د صهیونیسټ رژیم رسنیو مخکې د فلسطین له غزې تړانګې څخه د نیواکګر رژیم د پلي ځواکونو د شپږدیرشمې فرقې چې «ګولاني لیوا »هم پکښې شامله ده د وتلو خبر ورکړی و.
د صهیونیسټ رژيم د پوځ راډیو هم وویل حاضردمه په غزې تړانګه کښې د پوځ درې فرقې پاتې دي چې نهه نویمه ، یوسل دوه شپیتمه او اته نویمه فرقه پکښې شامله ده.
له غزې تړانګې څخه د صهیونیسټ رژيم د پوځیانو د شاتګ دوام په داسې حال کښې دی چې په بیروت کښې د حماس غورځنګ استازي اسامه حمدان پرون وویل د فلسطین د ملت د کډوالولو او کوچولو په زمینه کښې د نیواکګرو پوځیانو توهمات به پوره نشي بلکې صهیونیسټ نیواکګر پوځیان به هغه ځاې ته چې ترې راغلي وو بیرته ورستانه شي.
اسامه حمدان ډاګینه کړه هغه څه چې د صهیونیسټ نیواکګر رژیم مشران یې د غزې تړانګې د راتلونکي په هکله اروپايي هیوادونو ته وړاندې کوي داسې خوبونه دي چې هیڅکله به محقق نشي.
هغه د امریکا د ملي امنیت د شورا د سټراټيژیکو ارتباطاتو د غږملونکي «جان کربي» لاسوهونکو څرګندونو ته په غبرګون کښې چې ویلي یې وو د غزې په راتلونکي کښې حماس غورځنګ نه شاملیږي وویل مونږ د جان کربي دغه څرګندونې غندو.
په لبنان کښې د حماس غورځنګ استازي اسامه حمدان جوته کړه صهیونیسټ دښمن باید د غزې تړانګې کلابندۍ ختمه کړي او له هیڅ محدودیت پرته غزې ته د مرستو د ورتلو او د غزې د بیا رغولو اجازه ورکړي.
هغه وویل د اسرائیلو د نیواکګر رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو ګومان کوي کولای شي په غزې کښې خپلو هدفونو ته ورسیږي خو کاملا غلطۍ کوي او ماتي به وخوري.
بل خبر دا چې د لبنان حزب الله غورځنګ د فلسطین د خلکو د ملاتړ لپاره له تیرو څو میاشتو راهسې د اسرائیلو د ظالم رژیم د سنګرونو او مرکزونو پرضد حملو ته دوام ورکړی او پرون یې هم د اسرائیلو په «زرعیت» ښارګي باند یو هدایت شوی توغندی ورویشت.