اسرائیلو ته د امریکا نورې وسلې هم ورسیدې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i145298-اسرائیلو_ته_د_امریکا_نورې_وسلې_هم_ورسیدې
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم دولسم(۱۲) ټیلي ويژن چینل راپور ورکړ د امریکا یوشمیر نوي وسلې نیواکي فلسطین(اسرائیلو ) ته رسیدلي دي.
(last modified 2024-01-26T09:40:56+00:00 )
Jan 26, 2024 08:53 Asia/Kabul
  • اسرائیلو ته د امریکا نورې وسلې هم ورسیدې

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم دولسم(۱۲) ټیلي ويژن چینل راپور ورکړ د امریکا یوشمیر نوي وسلې نیواکي فلسطین(اسرائیلو ) ته رسیدلي دي.

د امریکا په دغو نویو وسلو کښې لسګونه ایف پینځه دیرش او  ایف پینځلس جنګي الوتکي او اپاچي هیلي کوپټرونه شامل دي.

دغه راپور په داسې حال کښې خپور شوی چې د فلسطین د حماس غورځنګ لوړتبه غړي «اسامه حمدان» وویل امریکا تراوسه اسرائیلو ته دوه سوه دیرش جنګي الوتکې او شل بار وړونکي کشتۍ چې وسلې پکښې بار دي استولي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت هم د اسرائیلو په حملو کښې د شهیدان شویو فلسطینیانو شمیر شپږویشت زره اعلان کړی او څلورشپیته زره او یوسل لس  نور ژوبل شوي هم دي.

د اسرائیلو نیواکګر رژيم د امریکا، د بریتانیا  او د اروپايي هیوادونو په جوړولو وسلو سره د فلسطین بې ګناه او مظلوم خلک وژني او د دنیا اکثره هیوادونه یوازې تماشه کوي او د اسرائیلو جنایتونه نه غندي.

د فلسطین د غزې تړانګې او د نورو سیمو پرضد د جنګ مدیریت د امریکا پرغاړه دی.

Image Caption
Image Caption