د لبنان حزب الله په اسرائیلو توغندي وویشتل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i145428-د_لبنان_حزب_الله_په_اسرائیلو_توغندي_وویشتل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو رسنیو د نیواکي فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځ په مرکزونو باندې د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د هدایت شویو توغندیو د نویو حملو خبر ورکړ.
(last modified 2024-01-28T21:53:18+00:00 )
Jan 29, 2024 02:19 Asia/Kabul
  • د لبنان حزب الله په اسرائیلو توغندي وویشتل

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو رسنیو د نیواکي فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځ په مرکزونو باندې د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د هدایت شویو توغندیو د نویو حملو خبر ورکړ.

د لبنان حزب الله غورځنګ په هدایت شویو توغندیو سره د صهیونیسټ میشته« شلومي» ښارګي په خوا کښې د اسرائیلو د پوځ په پوځي مرکزونو باندې بریدونه وکړل.

د صهیونیسټ رژيم رسنیو وویل د لبنان د حزب الله غورځنګ دقیق  توغندي په« کریات شمونه» پوځي سیمې باندې لګیدلي دي.

د اسرائیلو رسنیو دغه راز وویل له لبنان سره په سرحد کښې په کریات شمونه او الجلیل سیمو کښې د خطر سایرنونه وهل شوي دي.

د لبنان حزب الله غورځنګ هم په یوې بیانیې کښې وویل د اسلامي مقاومت مجاهدانو په غزې تړانګه کښې د فلسطین د مقاومو خلکو په ملاتړ او د هغوې د زړور او له شرافت څخه د ډک مقاومت په حمایت کښې د «برکه ریشا» اډې په ختیځ کښې د اسرائیلي دښمن د پوځيانو په مرکز برید کړی دی.

د لبنان حزب الله د فلسطین د مقاومت ډلو د ملاتړ لپاره له تیرو میاشتو راهسې د اسرائیلي عسکرو پرضد حملې کوي.

د اسرائیلو رسنیو هم په ځلونو ویلي دي چې حزب الله د فلسطین د نیواکي ټاټوبو په شمال کښې هماغه راز بره لاس لري او د صهیونیست رژیم پوځ په دغه سیمه کښې په لومه کښې ښکیل شوی دی.