د فلسطین ډلو په اسرائیلو راکټونه وویشتل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i145432-د_فلسطین_ډلو_په_اسرائیلو_راکټونه_وویشتل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د «سرایا القدس» مقاومت ځواکونو بیګا د غزې تړانګې په ګاونډ کښې د فلسطین په نیواکي ټاټوبو باندې د راکټي حملې خبر ورکړ.
(last modified 2024-01-28T22:35:37+00:00 )
Jan 29, 2024 02:48 Asia/Kabul
  • د فلسطین ډلو په اسرائیلو راکټونه وویشتل

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د «سرایا القدس» مقاومت ځواکونو بیګا د غزې تړانګې په ګاونډ کښې د فلسطین په نیواکي ټاټوبو باندې د راکټي حملې خبر ورکړ.

سرایا القدس ځواکونو وویل د غزې تړانګې په خوا کښې په صهیونیسټ میشته ښارګیو مو راکټي بریدونه کړي دي.

له بلې خوا د صیهونیسټ رژيم رسنیو د غزې تړانګې په خوا کښې په صهیونیسټ میشته ښارګیو کښې د خطرې د سایرونونو د غږیدا خبر ورکړی.

په نیواکي ټاټوبو باندې د فلسطین د مقاومت د ځواکونو توغندوي حمله په داسې حال کښې ده چې د اسرائیلو د استخباراتي او د پوځي چارواکو لخوا په وروستیو ورځو کښې ثبت شوي شواهد او نتیجې ښودنه کوي چې د فلسطین د مقاومت د ځواکونو لخوا د استفادې وړ اکثره وسلې د صهیونیسټ رژیم جوړې وسلې دي او په حقیقت کښې حماس غورځنګ خپلې اکثره وسلې له جنګي غنیمت څخه لاس ته راوړي.

د اسرائیلو د پوځ لخوا د ادعا وړ سندونو پراساس د صهیونیسټ رژيم ډيرې وسلې د حماس غورځنګ د ټونلونو له لارې د مقاومت ډلو جنګیالیو ته رسیدلي دي.

راپورونه وايي هغه وسلې چې صهیونیسټ نیواکګر رژيم په تیرو اولسو کلونو کښې د فلسطین د غزې تړانګې د کلابندۍ لپاره کارولې اوس د اسرائیلو رژیم پرضد استعمالیږي.