اسرائیلو یوسل اوه نور فلسطینیان شهیدان کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i146236-اسرائیلو_یوسل_اوه_نور_فلسطینیان_شهیدان_کړل
زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین په غزې تړانګه کښې د روغتیا وزارت وویل د اسرائیلو په نن سهار وختي حملو کښې یوسل اوه فلسطینیان شهیدان شوي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.
(last modified 2024-02-15T05:13:33+00:00 )
Feb 15, 2024 09:36 Asia/Kabul
  • اسرائیلو یوسل اوه نور فلسطینیان شهیدان کړل

زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین په غزې تړانګه کښې د روغتیا وزارت وویل د اسرائیلو په نن سهار وختي حملو کښې یوسل اوه فلسطینیان شهیدان شوي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.

د فلسطین روغتیا وزارت وویل د غزې تړانګې د ناصر روغتون د هډوکو د برخې په مرکز باندې هم  د اسرائیلو په بریدونو کښې یو کس شهید شوی او څو نور ژوبل شوي دي.

اسرائیلو له تیرو څو اونیو راهسې په ناصر روغتون چې د غزې تړانګې تر ټولو ستر درملیز مرکز دی حملو ته دوام ورکړی.

بې سرحده ډاکټرانو د غزې تړانګې له ناصر روغتون څخه د زرګونو مریضانو ، د روغتون د عملې او هلته د دیره بې کوره شویو خلکو د ایستلو لپاره د اسرائیلو د پوځ اقدام وغاند.

بې سرحده ډاکټرانو وویل زمونږ د عملې کسان په ناممکنو شرایطو کښې په ناصر روغتون کښې د ناروغانو درملنې ته دوام ورکوي.

د  فلسطین د غزې تړانګې د ناصر روغتون یوه نرس «محمد ال استال» فرانسې خبري اژانس ته وویل اسرائیلو له تیرو څو میاشتو راهسې دغه روغتون کلابند کړی دی او هلته اوبه او خوراکي مواد په ختمیدا دي.

هغه وویل بیګا شپه د اسرائیلو ټانکونو په ناصر روغتون باندې درنې ډزې وکړې او د ناصر روغتون د ګیر چاپیر کورونو د چتونو د پاسه د اسرائیلو سنیپرانو هم ډزې وکړې او درې بې کوره شوي کسان یې شهیدان کړل.

د فلسطین د خلکو پرضد جنګ کښې امریکا، بریتانیا ، فرانسه ، جرمني ، کاناډا ، اسټرالیا او نور اروپايي هیوادونه او دغه راز متحده عربي امارات ، اردن او سعودي عربستان له اسرائیلو سره زیاتې مرستې کوي.