اسرائیلي رژیم د ۴۰۰ فلسطینیانو له خوشې کولو سره موافقه کړې
د قطر الجزیرې شبکې د سه شنبې په سهار خبر ورکړ چې اسرائیلي رژیم موافقه کړې چې ۴۰۰ فلسطینیان خوشې کړي.
د ایرنا د خبر له مخې، دغو سرچینو چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې الجزیرې ته ویلي، د هغو کسانو نومونه چې لوړ محکومیت لري هم د هغو کسانو په ډله کې لیدل کېږي، چې اسرائیلي رژیم یې له خوشې کولو سره موافقه کړې ده.
دې سرچینې زیاته کړې، چې د دغو ۴۰۰ کسانو خوشې کول به د دغه رژیم د ۴۰ اسرائیلي ښځو او لوړ عمر لرونکو بندیانو په بدل کې ترسره شي.
العربیه شبکې وړاندې په یوه راپور کې اعلان کړی چې د قطر پلازمېنه دوحه د دوشنبې په ورځ په غزه کې د اوربند په هکله د خبرواترو د نوي پړاو کوربه وو، چې د صهیونیسټي رژیم او د حماس د استازو او د قطر، مصر او امریکا د منځګړو په شتون سره ترسره شوه.
العربیه د دغو خبرواترو هدف، په غزې تړانګه کې د اوربند او د فلسطینیانو او صهیونیسټانو د بندیانو تبادله ګڼلې ده.
د دغه رپوټ له مخې، د صهیونیسټي رژیم رسنیو وړاندوینه کړې چې د خبرو اترو په دغه پړاو کې به د اسرائیلي رژیم د بندیانو د نومونو لیست او د هغو فلسطیني بندیانو د هویت په هکله چې آزادېږي او همداشان د اوربند د شرایطو او د غزې شمالي تړانګې ته د محدودو ملکي وګړو ورستنېدو په اړه به بحث او خبرې وشي.