د یمن عسکرو د امریکا په جنګي بیړۍ برید کړی
زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع په سور سمندر کښې د امریکا په یوې جنګي بیړۍ د برید خبر ورکړ.
هغه پرون په پلازمینې صنعا کښې د یمن د میلیونونو مظاهره چیانو په ټول کښې وویل د یمن پوځ په سور سمندر کښې د امریکا په یوې جنګي بیړۍ باندې د بې پایلوټه الوتکې حمله کړي ده.
د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع دغه راز په بې پایلوټه الوتکو او څو سمندري توغندیو سره په هند اوقیانوسیې کښې د امریکا او د اسرائیلو د دریو کشتیو پرضد د دریو عملیاتو د ترسره کیدا خبر ورکړ.
له بلې خوا رویټرز خبري اژانس پرون له غرمې وروسته د انګلستان د امبري سمندري امنیت شرکت په قول وویل د یمن د الحدیده د شمال لویدیځ په اته اتیا میله واټن کښې د تیلو په یوې کشتۍ باندې توغندوي حمله شوي ده.
د یمن پوځ له تیرو میاشتو راهسې په غزې کښې د فلسطین د د مقاومت ډلو د ملاتړ لپاره په سور سمندر او باب المندب اوبلارې کښې د صهیونیسټ رژیم په څو کشتیو او هغو کشتیو باندې چې اسرائیلو ته ورتلې بریدونه کړي دي.