د فلسطینی ملاتړ؛د بنګله دیش د خلکو اوحکومت ددریځونوقدرونه
پارس ټوډې – د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر له خپل بنګله دیشي همڅنګ سره په کتنې کې ، د فلسطین د ولس په ملاتړ کې د بنګله دیش د حکومت او ولس د دریځونو قدرونه اوستاینه وکړه.
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د مئ په څلورمه نیټه د ګامبیا په بانجول کې د اسلامی هیوادونو د پنځلسمې سرمشریزې په څنډې کې د بنګله دیش له خارجه وزیر حسن محمود سره په کتنې کې د تهران او ډهاکا داړیکو د پراختیا د بهیر او همداراز د اسلامی هیوادونو د سرمشریزې د ایجنډا پشمول ددواړو هیوادونو د مشترکو موضوعګانو په باب خبرې اترې وکړې.
امیر عبداللهیان د فلسطین له ولس څخه په ملاتړ کې د بنګله دیش د حکومت او ولس د دریځونو په قدرونې سره د مسلمانو ملتونو او د نړۍ د درستو پتمنو خلکو د ګډې غوښتې په توګه د فلسطین له مسئلې په ملاتړ او د وحشي صهیونیسټي رژيم له جنایتونو سره په مقابلې کې د اسلامی هیوادونو ترمینځ د تعامل او غږملتیا په اهمیّت ټينګار وکړ.
حسن محمود هم له ایراني همڅنګ سره په کتنې د خوښئ په ښودلو سره د فلسطین له ولسه په ملاتړ کې د ایران د اسلامی جمهوریت اصولی او چورلټ دریځ ډير ارزښتمن او ستایونکی وبالۀ.
د بنګله دیش خارجه وزیر همداراز په غزې کې د اسرائيلي رژیم د جنایتونو د بندیدا لپاره د اسلامی هیوادونو د فوري او پریکنده اقدام په ضرورت هم ټينګار وکړ.