له مسجدالاقصی د دفاع لپاره د حماس غورځنګ بلنه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i149150-له_مسجدالاقصی_د_دفاع_لپاره_د_حماس_غورځنګ_بلنه
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس په مسجدالاقصی باندې د صهیونیسټانو له یرغل سره هممهاله د فلسطین له خلکو او د نړۍ له ټولو مسلمانانو وغوښتل چې له دغه مقدس ځاې څخه د دفاع لپاره راپورته شي.
(last modified 2024-06-05T23:54:45+00:00 )
Jun 06, 2024 04:22 Asia/Kabul
  • له مسجدالاقصی د دفاع لپاره د حماس غورځنګ بلنه

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس په مسجدالاقصی باندې د صهیونیسټانو له یرغل سره هممهاله د فلسطین له خلکو او د نړۍ له ټولو مسلمانانو وغوښتل چې له دغه مقدس ځاې څخه د دفاع لپاره راپورته شي.

حماس په خپلې خبرپاڼې کښې وویل: په مسجدالاقصی باندې د صهیونیسټانو برید او د نیواکي قدس په سړکونو باندې «د بیرغ لاریون» په نامه دستورو د ترسره کولو لپاره د نتانیاهو د فاشسټ کابینې اجازه ورکول، د نړۍ په سطحه د سلهاؤ میلیونه مسلمانانو په احساساتو باندې د تیري او د مقدساتو د یهودي کولو لپاره د نیواکګرو د سیاست نښه ده.

حماس په دغې خبرپاڼې کښې د مسلمانانو د مقدساتو خلاف د صهیونیسټي رژيم د جنایتکارو سیاستونو د دوام په هکله چې په زړونو کښې یې مسجدالاقصی غړیږي، خبرداری ورکړ.

حماس غورځنګ زیاته کړې: به ټولو سیمو په تیره بیا په لویدیځې غاړې، قدس او نیواکي سیمو کښې د فلسطین له ټولو خلکو غواړو چې راپورته شي او د مسجدالاقصی خلاف د نیواکګرو د پلانونو مقابله وکړي.

د خبرپاڼې په پاې کښې څرګندونه شوې ده: له عربي او اسلامي ولسونو او د نړۍ له ټولو پتمنو غواړو چې لاس په کار شي او په نیواکګرو او د هغوي پر ملاتړو دباؤ راوړي.