د غزې ویجاړتیا "د بیان وړ" نه ده
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (آنروا)اعلان وکړ چې په غزه کې ویجاړتیا د بیان وړ نه ده او په دې تړانګه کې نیمايي ودانۍ ویجاړې شوې دي.
د فلسطین د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (آنروا) پرون دوشنبه اعلان وکړ: له غزې تړانګې څخه د خاورو خځلو ایستل کلونه وخت نیسي او د جګړې له امله رامنځته شوي رواني زیانونو بیارغونه هم ممکن ډېرو کلونو ته اړتیا ولري.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې ټینګار وکړ: د فلسطینیانو دغه کړاوونه او دردونه باید ختم شي.
پر غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم د بې پایلې او بې لاسته راوړنې تیري له پیله د ۲۴۸ ورځو په تېرېدو سره، دغه رژیم ورځ تر بلې په داخلي او خارجي بحرانونو کې ډوبېږي.
صهیونیسټي رژیم په دې موده کې په دغه سیمه کې له قتل عام، ورانۍ، جنګي جنایتونو، د نړیوالو قوانینو په خلاف ورزیو، د امدادي موسسو په بمباریو او له قحطۍ پرته بل څه نه دي ترلاسه کړي.
په غزې تړانګه کې د فلسطین د روغتیا وزارت د اعلان له مخې، پر دغې تړانګې د صهیونیسټي رژیم د یرغل له پیل راهیسې د فلسطیني شهیدانو شمېر ۳۷ زره ۱۲۴ تنو او د زخمیانو شمېر ۸۴ زره او ۷۱۲ کسانو ته رسېدلی دی.