په غزې تړانګې کې لس صهیونیسټي پوځیان هلاک شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i149418-په_غزې_تړانګې_کې_لس_صهیونیسټي_پوځیان_هلاک_شول
اسرائيلي رسندویو په غزې تړانګې کې په دوو جلاجلا پیښو کې د لسو صهیونیسټي عسکرو د هلاکت خبر ورکړی دی.
(last modified 2024-06-15T07:09:29+00:00 )
Jun 15, 2024 11:36 Asia/Kabul
  •  په غزې تړانګې کې لس صهیونیسټي پوځیان هلاک شول

اسرائيلي رسندویو په غزې تړانګې کې په دوو جلاجلا پیښو کې د لسو صهیونیسټي عسکرو د هلاکت خبر ورکړی دی.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ،د عبری ژبې ؛هداشوت بزمان؛  انټرنیټي سایټ  راپور ورکړی دی چې په غزې تړانګې کې د اسرائيلی رژيم د یوه پوځي ګاډي باندې د ټانک ضده توغندي د لګیدا  له امله اته سرائيلي پوځیان هلاک  او سوځیدلي دي.

له دې سره په یووخت ،ددغو هلاک شوو پوځیانو د مړو د منتقلولو لپاره  دصهیونیسټي  چورلکو د د کیښناستو خبرونه هم خپرۀ شوي دي.

له بل پلوه د اسر ائيلي رژيم رسندویو  هم راپور ورکړی دی،داسې ښکاري چې په غزې کې د دغه رژيم دپوځ په یوه  ګاډي باندې بم  چاود شوی او له امله ئې یوشمیر کسان ټپیان شوي دي.

څه  وخت وروسته د  اسرائيلي رژيم رسنیو  راپور ورکړ چې  په  دغه پوځي ګاډی  چاودنې کې هم دوه صهیونیسټي پوځیان  وژ ل شوي دي . دغه خبر د اسرائيلي پوځ له خوا لا تائيد شوی  نه دی. په عین حال کې  اسرائيلي رسندویو په پراخ ډول  دغه  خبر ته پوښښ و رکړی دی.

له بل پلوه د حماس غورځنګ  القسام پوځي کنډکونو وئيلي دي، د غزې تړانګې په جنوب کې  په واقع رفح لویدیځي برخې کې ئې  په السعودي کوڅې کې د صهیونیسټي رژيم د پوځ یو  ډی -۹ ډوله بولډوزر  په یاسین -105 ډوله توغندي سره ویشتی دی.  په دغې خبرتیا کې راغلي دي ، همداراز د سریایا القدس سنایپر په  شیشت کې یو صهیونیسټي پوځي ورغلی او په ټکه  ئې هلاک کړی دی.