اسراییلي اخلاقیات څنګه جنسي تیري کونکو ته روزنه ورکوي؟
پارس ټو ډی - اسراییلیان په دې باور دي چې د بقا لپاره په دایمي جنګ کې هر عمل حتی که غیر انساني وي، توجیه کیږي. او اروایی اړخونو په څیړلو سره کولای شی د صهیونیسټی روزنیز نظام او ایډیالوژیکو اړخونو پرده اوچته کړی . له همدې امله، د هغې سپړنه ځانګړی اهمیت لري. د پارس ټو ډی مجلې په دې يادښت کې هڅه شوې چې يوې برخې ته يې لنډه کتنه وکړو:
په دې وروستیو اونیو کې د نقب دښتې په تیمان توقیف مرکز کې د اسرائیلي ساتونکو له خوا پر فلسطیني بندیانو د ډله ییز جنسي تیري د انځورونو خپریدو سخت نړیوال غبرګونونه راپارولي دي. که څه هم دا پېښه ډېره ټکان ورکوونکې ده، خو د اسرائیلي ټولنې یوې برخې له دغه غیر انساني چلند دفاع کړې ده. په خپرو شویو ویډیوګانو کې د فلسطیني بندیانو په جنسي تیري کې د لسو زیرمو عسکرو له نیول کیدو وروسته، د دغو کسانو په ملاتړ د ځینو حکومتي وزیرانو په ګډون د ښي اړخو ډلو له خوا د اعتراضونو څپې راپورته شوې.
په دې اړه د اسرائیلو د امنیت وزیر ایتامار بن ګویر وویل:د امنیت لپاره ډله ایز تیری مجاز دی .
همدارنګه د مالیې وزیر سموتریچ د دې پر ځای چې د جنسي تیري پر پیښې د خواشینۍ څرګندونه وکړي، د دې ویډیوګانو په خپریدو خپله غوسه څرګنده کړه او د هغو کسانو د تحقیقاتو او سزا غوښتنه یې وکړه چې دا ویډیوګانې یې افشا کړي دي.
دا پیښې یوازې د اسراییلي ټولنې له اصلي بهیر بهر یو څو افراطیانو پورې محدود ندي؛ بلکې دا د اسراییلو په اخلاقي نظام کې یوې پراخې مسئلې ته اشاره کوي. په تیرو لسیزو کې اسراییلي رژیم په سیستماتیک ډول فلسطینیان له انساني ارزښتونو بې برخې ښودلي او د اسراییلو په پرتله یې د ټیټو اخلاقي معیارونو لرونکي خلکو په توګه انځور کړي دي. دا عمل هڅه کوي چې په رسنیو کې د فلسطینیانو انساني هویت له مینځه یوسي او بیولوژیکي موجوداتو ته یې کم کړي.
په بله وینا فلسطینیان د "انساني حیواناتو" په توګه پیژندل کیږي، لکه څنګه چې د استعمار ضد فیلسوف فرانسس فانون دا استعماري پروسه بیان کړه.
په دې توګه فلسطینیانو ته له اخلاقي پلوه کمزوري او بې ارزښته کتل کیږي او په پایله کې د هغوی په وړاندې تاوتریخوالی او تیري نه یوازې دا چې غیر اخلاقي نه ګڼل کیږي، بلکې په ځینو مواردو کې د اخلاقي عمل په توګه توجیه کیږي. په دې توګه هغه اسرائيلي پوځيان چې دغه تېري يې کړي دي د خپل اخلاقي لوړتيا او د بل لوري د بې انسانيت د باور له امله د ګناه احساس نه کوي او حتی د اسرائيلي ټولنې د لويو برخو له ملاتړ ه برخمن دي.
په دې توګه، د اسراییلو رژیم د ارزښت سیسټم، د خپلو عسکرو "اخلاقي لوړتیا" باندې ټینګار کوي، په داسې طریقه ډیزاین شوی چې د فلسطینیانو په وړاندې تاوتریخوالی توجیه کوي. له بلې خوا د اسراييلي رژيم اصلي رسنۍ په منظمه توګه د اسراييلي پوځ کړنې لکه د جګړې له سيمو څخه د فلسطينيانو د ويستلو امر د اسراييلي پوځ د اخلاقو د ثبوت په توګه انځوروي، په داسې حال کې چې واقعيت دا دی. اوسیدونکي په کوچنیو سیمو کې دي او دوی په ډیر ناامنه توګه تړل شوي او بالاخره هلته په نښه کیږي.
اسراییلیان په دې باور دي چې د بقا لپاره په دې "دایمي جګړه" کې هر ډول عمل د توجیه وړ دی.
له دې پرته او د غربي توکمپالنې له نظره دا باور چې اسراييلي رژيم بايد د لويديځ د تمدن د استازي په توګه د منځني ختيځ د بربريت پر وړاندې مبارزه وکړي، د فلسطينيانو په وړاندې د اسرائيلو د تاوتريخوالي يو بل دليل دی.
په نهایت کې، د دې غلط یهودي-صهیونیستي ارزښت سیسټم پایله د نن ورځې خلکو لپاره له اخلاقي زوال پرته بل څه نه دي. انحطاط چې کولی شي د وحشتناکو اعمالو توجیه کولو لامل شي لکه ډله ایز جنسي تیري. په جنګونو کې یې تقلید هم بېلابېلې ټولنې ګواښي. هیڅ شی له اخلاقي سقوط څ ډیر خطرناک ندي چې د یو توکمیز برتری په کلکه باور سره مسلح وي.
Moussa, Emad. ۲۰۲۴. How Israel's 'moral compass' justifies the rape of Palestinians. The New Arab
کلیدي ټکي : د غزې جګړه، جنسي تیري، صهیونیسټ رژیم، د اسراییل او فلسطین جګړه