په لویدیځه غاړه کې نښتو کې درې فلسطینیان شهیدان شوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i151924-په_لویدیځه_غاړه_کې_نښتو_کې_درې_فلسطینیان_شهیدان_شوي
خبري سرچینو په لویدیځه غاړه کښې د پرله پسې دریمې ورځې لپاره د صهیونیسټي نیواکګرو او د فلسطین د مقاومت د ځواکونو ترمینځ د سختو نښتو او د دریو فلسطینیانو د شهادت خبر ورکړی دی.
(last modified 2024-08-30T09:17:36+00:00 )
Aug 30, 2024 13:46 Asia/Kabul
  • په لویدیځه غاړه کې نښتو کې درې فلسطینیان شهیدان شوي

خبري سرچینو په لویدیځه غاړه کښې د پرله پسې دریمې ورځې لپاره د صهیونیسټي نیواکګرو او د فلسطین د مقاومت د ځواکونو ترمینځ د سختو نښتو او د دریو فلسطینیانو د شهادت خبر ورکړی دی.

د ایرنا د المیادین د جمعې ورځې د را پور له مخې ویلي: د صهیونیسټی رژیم بې پیلوټه الوتکې په لویدیځه غاړه کښې د جنین په جنوب کښې په «الزبابده» سیمه کې په یو موټر بمبار وکړ.

د المیادین خبریال خبر ورکړی چې په دغه برید کښې درې فلسطینیان شهیدان شوي او نیواکګرو د هغوي جسدونه یرغمل کړي دي.

د قدس نیواکګرو ځواکونو همداشان د جنین په ښار باندې حمله کړې چې د دغه ښار په ختیځه سیمه کې یې یو شمیر فلسطینیان نیولي.

صهیونیسټي نیواکګرو همداشان د نابلس په ختیځ کښې د بلاطه په کمپ کې د فلسطینیانو په کورونو حملې وکړې او د جنین په «الدمج» سیمه کښې د قدس او د مقاومت د ځواکونو ترمینځ سختې نښتې وشوې.

د قدس نیواکګرو په عامو خلکو او ملکیانو ډزې کړي.

د الاقصی د شهیدانو کنډک په بلاطه کمپ کې اعلان وکړ چې د القدس له نیواکګرو ځواکونو سره یې مقابله وکړه او په هغوی یې ډزې کړي.

صهیونیسټ رژیم له تیرې چهارشنبې ورځې راهسې د لویدیځې غاړې په شمال کښې د طوباس، جنین او طولکرم په سیمو کښې پراخ عملیات پیل کړی دی چې په نتیجه کښې یې لږ تر لږه ۲۲ کسان شهیدان شوی دی.