دصهیونیسټ رژیم د لومړی او جنګ وزیر ترمینځ سخته نښته
پارس ټو ډی - یوې امریکایی رسنۍ په غزه کښې د اوربند د موافقې په سر د صهیونیسټی رژیم د لومړی او جنګ د وزیر ترمینځ د سختې نښتې خبر ورکړ.
په غزه کښې د اوربند د موافقې په هکله د صهیونیسټ رژیم د امنیتی کابینې غونډه جوړه شوه. پارس ټو ډی د امریکايي خبري وېبپاڼې اکسیوس په حواله د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په دغه غونډه کې د صلاح الدین محور (فلاډیلفیا) نقشه وړاندې کړه چې موخه یې دا وه چې د اسرائیلو پوځ په دې محور کې پاتې شي، خو « ګالانت. " په هغه برید وکړ او نتنیاهو یې د اسراییلو په اردو باندې د پلانونو په تحمیلولو تورن کړ.
د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر ګالانت وویل کابینه باید ژر تر ژره د اوربند غوښتنه وکړی او دغه موافقه باید د بندیانو په تبادلې پورې محدوده نه شی . ځکه د اوربند تړون د تل ابیب لپاره یو ستراتیژیک تړون ګڼل کیږي.
کلیدي ټکي : د اسراییل - غزې جګړه، د اسراییلو په کابینه کې داخلي شخړې، په غزه کې اوربند، د نتانیاهو او ګالانت ترمنځ شخړه.