دصهیونیسټ رژیم د لومړی او جنګ وزیر ترمینځ سخته نښته
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i151976-دصهیونیسټ_رژیم_د_لومړی_او_جنګ_وزیر_ترمینځ_سخته_نښته
پارس ټو ډی - یوې امریکایی رسنۍ په غزه کښې د اوربند د موافقې په سر د صهیونیسټی رژیم د لومړی او جنګ د وزیر ترمینځ د سختې نښتې خبر ورکړ.
(last modified 2024-09-01T04:53:07+00:00 )
Sep 01, 2024 09:19 Asia/Kabul
  • دصهیونیسټ رژیم د لومړی او جنګ وزیر ترمینځ سخته نښته

پارس ټو ډی - یوې امریکایی رسنۍ په غزه کښې د اوربند د موافقې په سر د صهیونیسټی رژیم د لومړی او جنګ د وزیر ترمینځ د سختې نښتې خبر ورکړ.

په غزه کښې د اوربند د موافقې په هکله د صهیونیسټ رژیم د امنیتی کابینې غونډه جوړه شوه. پارس ټو ډی  د امریکايي خبري وېبپاڼې اکسیوس په حواله د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په دغه غونډه کې د صلاح الدین محور (فلاډیلفیا) نقشه وړاندې کړه چې موخه یې دا وه چې د اسرائیلو پوځ په دې محور کې پاتې شي، خو « ګالانت. " په هغه برید وکړ او نتنیاهو یې د اسراییلو په اردو باندې د پلانونو په تحمیلولو تورن کړ.

د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر ګالانت وویل کابینه باید ژر تر ژره د اوربند غوښتنه وکړی او دغه موافقه باید د بندیانو په تبادلې پورې محدوده نه شی . ځکه د اوربند تړون د تل ابیب لپاره یو ستراتیژیک تړون ګڼل کیږي.

 

کلیدي ټکي :  د اسراییل - غزې جګړه، د اسراییلو په کابینه کې داخلي شخړې، په غزه کې اوربند، د نتانیاهو او ګالانت ترمنځ شخړه.