ملګرو ملتونو په غزه کې د سخت بشرین ناورین خبر ورکړ
Sep 06, 2024 09:41 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو سازمان وایي چې په غزه کې وروستیو کې بشري ناورین وروستي حد ته رسیدلی او ورته یې د بېړنۍ پاملرنې غوښتنه کړې.
د دغه سازمان ویاند سټیفن دوجاریک وویل، د غزې د مرکزي او جنوبي برخو له یو ميلیون زیاتو اوسېدونکو په تېره اګسټ میاشت کې د بشرپالنې له مؤسسو د مرستو خواړه نهدي ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړه له هغو ننګونو سره - سره چې موږ ورسره مخامخ یو، ملګري ملتونه او نور بشري سازمانونه به له فلسطینیانو لپاره د ژوند ژغورنې د مرستو د چمتو کولو لپاره له هرو ممکنه لارو هڅو ته دوام ورکړي.
په غره کې د دوهمې پرلهپسې میاشتې لپاره به د اړتیاو د پوره کولو لپاره کافي خواړه نه وي، پهدې معنا چې د غزې په مرکزي او جنوبي سیمو کې به کورنۍ یوازې یو وخت خوراکي مواد ترلاسه کوی.
ټیګونه