تر اوسه پورې څومره لبنانیان اسرائیلو له خوا وژل شوی دي؟
پارس تودی- د لبنان د روغتیا وزارت په دغه هیواد باندې د صهیونیست رژیم د بریدونو د امله د دوو زرو لبنانیانو د شهادت خبر ورکړی.
د صهیونیستي رژیم فوځ د روان میلادي کال د سپټمبر له ۲۳ څخه په لبنان باندې د بریدونو یوه نوې څپه پیله کړې ده چي تر اوسه پورې دوام موندلي دي. د پارس تودی له راپور سره سم، د لبنان د روغتیا وزارت د یوې اعلامیې په صادرولو سره اعلان وکړ چي په لبنان باندې د صهیونیستان د پراخو بریدونو را په دې خوا تر اوسه پورې په ۲ زره او ۲۳ عام لبناني وګړي شهیدان شوي دي چي په دغه شمېر کې ۱۲۷ یې ماشومان او ۲۶۱ یې هم ښځې دي. په یاده موده کې له ۹ زرو او ۵۲۶ کسانو نه زیات ژوبل شوي هم دي.
اوس مهال په لبنان کې د صهیونیستي رژیم د پراخو بریدونو په نتیجه کې یو میلیون او دوه لکه کسان بې ځایه شوي او خوندي ځایونو، بنیادي امکاناتو منجمله د څښاک اوبو، خوړو، جامو او روغتیایی او درملیزو امکاناتو ته ضرورت لري.
په تر ټولو نوی جنایت کې د صهیونیستي رژیم جنګي جیټانو بېګاه شپه د لبنان په جنوب کې د شهید صلاح غندور په روغتون بمبارۍ کړي دي چي په دغه برید کې د درملیز پرسونل څخه ۹ کسان ژوبل شوي چي حالات یې هم نازک بلل شوی دی.
دې سره هممهاله په ملګرو ملتونو کې د لبنان استازی په لبنان باندې د برید او د ملګرو ملتونو د پریکړه لیکونو د نقضولو په خاطر له صهیونیست رژیم څخه د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته رسمي شکایت وړاندې کړ.
په دغه شکایت کې ویل شوی دی چي اسرائیل، خپل فوځیان، ټانګان او زغروال ګاډې د لبنان په جنوبي سرحد کې درولي او ملکیان، خبریالان او مرستندوی ټیمونه په نښه کوي.