د حماس لخوا د "یحیی سنوار" د شهادت خبر تأیید شو
(last modified Fri, 18 Oct 2024 12:55:31 GMT )
Oct 18, 2024 17:25 Asia/Kabul
  • د حماس لخوا د

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د سیاسي دفتر مرستیال «خلیل الحیه» د دغه غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر «یحیی ابراهیم سنوار» د شهادت خبر تائید کړ.

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د سیاسي دفتر مرستیال خلیل الحیه نن د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر یحیی سنوار د چهارشنبې په ورځ د غزې تړانګې په سویل (په رفح ښار کې) له صهیونیسټي نیواکګر دښمن سره د جګړې په حال کې، له خپلو شهیدو ملګرو سره یوځای شو.

"خلیل الحیه" زیاته کړه، "یحیی سنوار" په داسې حال کې شهید شو چې له صهیونیسټي دښمن سره یې مخامخ جګړه کوله او د ژوند تر وروستۍ شېبې پورې یې مقاومت وکړ.

"یحیی ابراهیم سنوار" څه موده مخکې د شهید اسماعیل هنیه پر ځای، د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د سیاسي دفتر د مشر په توګه ټاکل شوی وو.

"یحیی ابراهیم سنوار" د "مجد" په نوم د حماس د امنیتي خدماتو بنسټ اېښودونکی وو، چې صهیونیسټي رژیم په پرله پسې ډول هغه ته د وژلو ګواښ کړی وو.

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه او د هغه یو ساتونکی د چارشنبې په سهار (د جولای په ۳۱) په تهران کې د یوه ترهګریز برید له امله په شهادت ورسېد. 

Image Caption
Image Caption

 

ټیګونه