د اسراییلو د جګړې نوی وزیر یسرائیل کاتز څوک دی؟
پارس ټو ډی – د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د سه شنبې په ماښام یوا ګالانت د جګړې له وزارت ګوښه کړ او پر ځای یې یسرائیل کاتس وټاکه.
یسرائیل کاتس د ۱۹۵۵ کال د سپټمبر په ۲۱ مه زیږیدلی، په نړیوالو اړیکو کې د لیسانس سند او په زراعتي علومو کې د ماسټرۍ سند لري.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، افراطي اسرائیلي سیاستوال له دې مخکې د اسرائیلو په رژیم کې د بهرنیو چارو د وزیر، د مالیې د وزیر، د ټرانسپورټ د وزیر، د کرنې د وزیر او د اطلاعاتو د وزیر په توګه کار کړی دی.
کاتس د فلسطینیانواو مقاومت د محور په وړاندې د خپل سخت دریځ له امله، د اسراییلو سیاستوالو په منځ کې د افراطي سیاستوالو په کتګورۍ کې شامل دی .
هغه چې د فلسطین، ایران او حتی د ملګرو ملتونو پر ضد د دښمنانه څرګندونو له امله پیژندل کیږي، د ښارګیو جوړولو د دوام ملاتړ کړی او تل یې د فلسطین د مسئلې د حل له نظر سره مخالفت ښودلی دی.
کاټس د ی ګالانت پر ځای د جګړې د وزیر په توګه له ټاکل کیدو وروسته په خپله لومړنۍ وینا کې د خپلو سختو دریځونو په دوام ادعا وکړه چې لومړیتوب یې د غزې له تړانګې د صهیونیسټي بندیانو راستنول او په لبنان کې د حماس او حزب الله له منځه وړل دي.
کلیدي ټکي : یسرائیل کاتس، ، د اسراییلو ماتې، حماس او حزب الله