خبر / لویدیځه آسیا
ایلان پاپه: د صهیونزم د آیډیالوجۍ نابودۍ ډیره نزدې ده
-
ایلان پاپه
پارس ټوډی- اسرائیلي لیکوال«ایلان پاپه» د اسپانیا له"ال پائیس" ورځپاڼې سره په مرکه کښې، په دې خبرې سره چې «د غزې نسل وژنه د هغه رژیم په لاس روانه ده چې باوري دی د یوې آیډیا په توګه د فلسطین د نابودولو تاریخي فرصت په لاس ورغلی دی»، ټینګار وکړ: اوس په تل ابیب باندې د نړیوالو بندیزونو د لګیدو وخت دی.

اسرائیلي لیکوال او مورخ «ایلان پاپه» تیره جمعه د غزې د روانو حالاتو په هکله وویل: په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو د سیاستونو یوازنی توصیف، نسل وژنه ده، نه یوازې د قربانیانو د زیات شمیر په وجه چې زیاتره په کښې ښځې او ماشومان دي، بلکې په دې وجه چې د دغو اقداماتو ترشا، یوه آیډیا موجوده ده او هغه دا چې د غزې خلک او شاید ټول فلسطینیان له مینځه یوسي.
دغه اسرائیلي لیکوال د ال پائیس د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کښې چې «تاسو څو میاشتې مخکښې په یوه مقاله کښې استدلال کړی و چې صهیونزم په ټوټې کیدو دی؛ آیا لاهم په خپل دغه دریځ ولاړ یئ؟ وویل: هو بالکل. ما څو بهیرونه معلوم کړي دي چې د یو بل ترڅنګ کوې شي د یوې آیډیالوجۍ په توګه صهیونزم نسکور کړي او دغه بهیر، له هغه وخته چې مقاله مې لیکلې وه، لازیات شوی دی».