د یمن "فلسطین ۲" توغندي ځانګړتیاوې څه دي؟
پارس ټوډی – د یمن وسله والو ځواکونو په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې د «فلسطین ۲» الټراسونک بالستیک توغندی په وسیله یې د صهیونیسټی رژیم د بن ګوریان هوایی ډګر په نښه کړ.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع په یوه بیان کې اعلان وکړ: د فلسطین له ملت څخه د ملاتړ او د غزې د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته د ځواب ورکولو په چوکاټ کې او همدا راز د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو د یمن په خلاف د دغه رژیم تیریو ته په ځواب کې په بې ساري پوځي عملیاتو کې د تل ابیب په بن ګوریون هوایي ډګر د الټراسونک بالستیک توغندي په ویشتلو سره د «فلسطین ۲» په عملیاتو کې څو صهیونیسټان ټپیان کړي او د «بن ګوریون» هوایی ډګر عملیات هم ودرول شول.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، پر یمن له دغه برید وروسته د مجازی کاروونکو په منځ کې دا پوښتنه مطرح شوه، چې د «فلسطین ۲» الټراسونک بالستیک توغندی ځانګړتیاوې څه دی؟
1. سرعت
د "فلسطین ۲" الټراسونک بالستیک توغندی سرعت د شپاړس ماخ معادل سره مساوي دی، چې دفاعي سیسټمونه یې د مخنیوي توان نلري.
2. واټن
د یمن او اشغال شوي فلسطین تر منځ تر ټولو لنډ واټن ۱۸۰۰ کیلومتره دی، د دې په پام کې نیولو سره چې دا توغندي د یمن له خاورې څخه توغول شوی او د اشغال شوي فلسطین په خاوره کې ژور هدف په نښه کړی، د توغندي واټن باید له ۲۰۰۰ کیلومترو څخه زیات وي.
په ورته وخت کې، د لویدیځ دفاعي سیسټمونو د مختلفو ډولونو سره ډیری دفاعي پرتونه د Centcom په بڼه په مربوط ډول کار کوي.
دا سیسټمونه د دې ټولو 2000 کیلومترو لپاره په ځای پاتې وو.
3. وزن
د 2000 کیلومتره واټن لرونکي توغندي وزن باید 15-20 ټنو ته ورسیږي، مګر د مقاومت محور د میزائیل د بدن او د سونګ موادو په جوړولو کې کارول شوي او د وزن کې د اصلاحاتو په راوستلو سره دا وزن خورا کم کړی دی.
"فلسطین ۲ الټراسونیک بالیسټیک توغندی 4.5 ټنه دی.