سارا نتنیاهو څوک ده؟
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i155640-سارا_نتنیاهو_څوک_ده
پارس ټوډی - سارا نتانیاهو په ۱۹۵۸ کال کې د اسرائیلو تر اشغال لاندې سیمو په شمال کې په یوه ښار کې زېږېدلې ده. هغه د اسراییلو په پوځ کې دنده ترسره کوله او د ځان په وینا، له څو کسانو سره یې اړیکې درلودې.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Dec 28, 2024 10:12 Asia/Kabul
  • سارا نتنیاهو څوک ده؟

پارس ټوډی - سارا نتانیاهو په ۱۹۵۸ کال کې د اسرائیلو تر اشغال لاندې سیمو په شمال کې په یوه ښار کې زېږېدلې ده. هغه د اسراییلو په پوځ کې دنده ترسره کوله او د ځان په وینا، له څو کسانو سره یې اړیکې درلودې.

د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د سیاست په نړۍ کې د یوه بې رحمه شخص په توګه پیژندل کیږي خو په زړه پورې خبره دا ده چې د هغه لپاره ډیرې پریکړې د یوې ښځې له خوا کیږي چې له تاوتریخوالي سره مینه لري.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ها ارتص ورځپاڼې لوړپوړی شنونکی «تسفي برئیل» په دې اړه وایی: د صهیونیسټی رژیم د لومړی وزیر میرمن سارا نتانیاهو په اسرائیلو کې د تصمیم نیونې د مرکزونو کنټرول په لاس کې نیولی دی، هغه په اوسنۍ جګړه کې د مذاکراتو او سیاسي ګمارنو ټولې پرېکړې او امنیت تر خپل واک لاندې نیولی دی.

سارا نتنیاهو د 1980 او 1987 ترمنځ د کیبوتص له یوه غړي سره واده کړی و او د دوی له طلاق وروسته، هغې له نتانیاهو سره په داسې حال کې ولیدل چې د ال عال هوايي شرکت لپاره د الوتنې خدمت کونکي په توګه کار کاوه. هغې په 1991 کې له نتنیاهو سره واده وکړ او د دې واده په پایله کې دوه زامن چې اوانر او یائر نومیږي، زیږولي دي.

د آلمانۍ ورځپاڼې «Suddeutsche Zeitung» انلاین ویب پاڼې مخکې په یوه راپور کې د سارا نتنیاهو د تخلیقاتو د جنجالونو ته په اشارې سره لیکلي وو: «نورې ښځې د نارینه وو تر څنګ د خپلې ښکلې موسکا او نرمۍ له کبله مشهورې دي، خو سارا نتنیاهو هغه ډول نده،  هغه د خپل تاوتریخوالي، بې رحمۍ له امله پېژندل کیږي.

د صهیونیسټی رژیم د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د کور پخوانۍ سرپرسته «سیلوی جینسیا» د سارا نتانیاهو د اخلاقو په هکله وایی: هغې له ما سره بد چلند کاوه او هره ورځ به یې له ما څخه غوښتل چې پښې یې ښکل کړم.

په وروستیو کلونو کې، د سارا نتنیاهو د کورنۍ کارمندانو په دوامداره توګه هغه په ​​​​نهایت بد چلند تورنه  کړې.

تر دې دمه ، ډیری کورني کارګران د نتانیاهو له کورنۍ څخه په قضیو کې د خسارې په ترلاسه کولو بریالي شوي.

د سارا نتانیاهو په وړاندې په وروستۍ قانوني قضیه کې، د اسراییل رژیم قضایي چارواکو د اسراییلو پولیسو ته امر کړی چې د "سارا نتانیاهو" د کړنو په اړه تحقیقات وکړي.

دا تحقیقات وروسته له هغه ترسره شول، چې د لومړي وزیر میرمنې د هغې او نتانیاهو په وړاندې د فساد په قضیه کې یو شاهد ته ګواښ وکړ.