د خوږ غږ خاوند جنرال یحیی سریع څوک دی؟ + انځورونه
-
د خوږ غږ خاوند جنرال یحیی سریع
پارس ټوډی- د ټولنیزو شبکو کاروونکي یحیی سریع، د داسې خوږ او ښکلي غږ خاوند بولي چې دښمنان ترې ویریږي.
جنرال یحیی سریع چې په دې ورځو کې د خبری نړۍ مشهور سړی او د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند دی، په ۲۰۱۸ کال کې د ویاند په توګه له ټاکل کیدو راهیسې په دې وتوانید د خبر رسونې او د رسنیو په کارولو سره د یمن د خلکو مقاومت او د فلسطین له خلکو څخه د هغوی ملاتړ ته د نړیوالو پام ځانته واړوی.
د پارس ټوډی د خبر له مخې، په دې وروستیو کښې هم په ټولنیزو شبکو کښې د یحیی سریع یو فلم خپور شوی چې هغه په ځانګړې لحجه او ادبیاتو سره د یمن د هدف ګرځولو په بڼه کښې امریکې او صهیونیسټي رژیم ته خبرداری ورکوي.
جنرال یحیی سریع په دغې ویډیو کښې امریکې او صهیونیسټي رژیم ته په خطاب کښې وايي: که دښمن سرې کرښې لري نو مونږ دغه سرې کرښې هم نه لرو، هغه اهداف به په نښه کړو چې نه به یې دښمن هیر کړي او نه به یې خپله د یمن ولس او نور ولسونه».
د ټولنیزو شبکو کاروونکي یحیی سریع، د داسې خوږ او ښکلي غږ خاوند بولي چې دښمنان ترې ویریږي.
د ایکس ټولنیزې شبکې کارونکي «سلوا عمر» په یو ټویټ کښې د هغو بیانیو لحجې او د غږ ته په اشارې سره چې یحیی سریع یې وايي، ولیکل: دا یو بې ساری او بل شان غږ دی.
د Bedouine په یوزر نوم سره د ایکس ټولنیزې شبکې یو بل کارونکي په یو ټویټ کښې د یحیی سریع نه د دښمنانو ویرې ته اشاره کړې او ویې لیکل: امریکا او اسرائیل له یحیی سریع څخه ویریږي.
د ایکس یو بل یوزر «سیدمحمد نقیب» هم هغو خبرونو ته په اشارې سره چې یحیی سریع له دښمنانو سره د جنګ د میدان خبرونه خپروي او په کښې له مستکبرانو سره د مقاومت په دوام ټینګار کوي، ولیکل: «یمني وروره ته نر سړی یې، خدای دې وساته».
خو یحیی سریع څوک دی؟
یحیی سریع په ۱۹۷۰ کال کې د یمن په صعده ولایت کې زېږېدلی او ماشومتوب یې په یو ساده چاپېریال کې ، خو په یمن کې د سختو سیاسي او اقتصادي ننګونو تر اغېز لاندې تېر کړی دی.
هغه په سیاسي علومو کې د لیسانس او ماسټرۍ سندونه لري، او په نظامي علومو کې د هغه قوي علاقه د دې لامل شوې چې هغه د ځوانۍ په وخت کې د یمن په نظامي او پوځي ادارو کې شامل شي. په دې موده کې یحیی سریع په پوځي او مدیریتي برخو کې پراخې زده کړې ترلاسه کړې او د خپل استعداد او وړتیا د په ښودلو سره یې په تدریجي ډول د یمن په پوځ کې لوړ مقام ترلاسه کړ. دا تجربې د ستراتیژیکو عملیاتو او رسنیو اړیکو اداره کولو کې د هغه د راتلونکي بریالیتوب بنسټ وګرځیدې.
په ۲۰۱۵ کال کې په یمن کې د جګړې له پیل او د شخړو په شدت سره، یحیی سریع په چټکۍ سره د یمن د وسله والو ځواکونو په لیکو کې شامل شو او د دغه هېواد د پوځ له مخکښو افسرانو څخه شو. هغه په ۲۰۱۷ کال کې ډګروالۍ ته ترقي وکړه او د یمن د وسله والو ځواکونو د رواني جګړې د څانګې مشر وټاکل شو. د ۲۰۱۸ کال په نیمایي کې د وسله والو ځواکونو د اخلاقي لارښود د څانګې د مشر په توګه وټاکل شو او د برید جنرالۍ رتبې ته ارتقا ورکړې شوه.
نوموړي د انصارالله په ځواکونو کې هم ځانګړی مقام لري او په ۲۰۱۸ کال کې د یمن سترې سیاسي شورا هغه د وسله والو ځواکونو د رسمي ویاند په توګه وټاکه. دا پرېکړه د یمن د تاریخ په یوه حساسه دوره کې شوې، چې دغه هېواد د سعودي ایتلاف د ډیرو سختو بریدونو لاندې و.
د یمن د وسله والو ځواکونو د رسمي ویاند په توګه د یحیی سري له ټاکل کیدو راهیسې، هغه د رسنیو په معلوماتو او همغږۍ کې مهم رول لوبولی دی. یحیی سریع د یمنی رسنیو لکه المسیره ټلویزیون، ټیلیګرام چینل او د هغه د ټویټر اکاونټونو له لارې د رسمی بیانونو او بیانونو په خپرولو سره توانیدلی چې د یمنی ځواکونو نظرونه او دریځونه عامه افکارو ته ورسوی.
د هغه یو ډیر مهم اقدام، د بهرنیو ګواښونو په وړاندې د غچ اخیستونکو عملیاتو د اعتبار اداره کول دي. په ځانګړې توګه په سور سمندر کې د اسراییلو پر سوداګریزو کشتیو بریدونه او د امریکې د پیلوټه الوتکو په نښه کول د دغو ستراتیژیو برخه ده. دغو عملیاتو د یمن د دښمنانو په وړاندې د یو ډول مخنیوی په رامینځته کولو کې مرسته کړې ده او ښودلې یې ده چې یمني ځواکونه له پیچلو بهرنیو ګواښونو سره د مقابلې توان لري.