اسراییل د حماس د چریکي جنګی تاکتیکونو په اړه اندیښنه لري
پارس ټودی – صهیونیسټي ورځپاڼې معاریو لیکلي چې اسرائیل د حماس د چریکي جنګي تاکتیکونو په اړه اندیښمن دي.
صهیونیسټی ورځپاڼی «معارف» د رژیم د پوځی کارپوه«اوی اشکنازی» له قوله لیکلی: د اسرایلو پوځ د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د چریکي جنګي تاکتیکونو په کارولو اندیښمن دی چې د سویلي لبنان څخه د اسراییلو له وتلو د مخه د دوه زره یم کال په جګړه کې کارول شوي.
د پارس ټودي د خبر له مخې؛ د لبنان د حزب الله مقاومت د ۲۰۰۰ میلادي کال د می په ۲۵ نیټه له ۱۸ کلونو وروسته صهیونیسټ رژیم له جنوبي لبنان څخه وتلو ته اړ کړ.
دا ورځ په لبنان کې د مقاومت او ازادۍ اختر بلل کیږي.
اشکنازي زیاته کړه، صهیونیسټ رژیم په دې باور دی چې حماس په لبنان کې د جنګ له طریقو څخه په استفادې سره د ماینونو د جوړولو په ګډون له ټولو لارو څخه ګټه اخیستې.
د اسرائیلو دغه پوځي شنونکي څرګنده کړه: د حماس د مقاومت ځواکونو په جبالیه کښې د «جفعاتي» لوا د «شاکید» کنډک په اډې باندې په حمله کې ۳ صهیونیسټان ووژل او شل نور یې ټپیان کړل.
د اشکنازي په وینا، فلسطینیانو د ځمکې لاندې ماین په کارولو سره د صهیونیسټي رژیم د «کفیر» لوا ۳ تنه پوځیان ووژل او پر دې سربیره یې د سړکونو او ودانیو د بندولو له طریقه هم کار واخیست.
په دې وروستیو ورځو کې په سیمه کې تحولاتو په اړه نوموړې وویل: صهیونیسټ رژیم د جنګ د جبهې په پراخیدو سره ډیر زیانمن شوی دی او د فلسطین د مقاومت ځواکونو په بریالیتوب سره د صهیونیسټ رژیم حساس پوځي، امنیتي او جاسوسي اډې په نښه کړي دي.