علویان څوک دي .؟
پارس ټوډې – لویدیځي آسیاد بډائ کلتور او تاریخ لرونکی یوه سیمه ، تل د مختلفو دینونو او تمدنونو ټاټوبی دی . په دې مینځو میان کې علویانو دیوه مهم مذهبی لږکي په توګه، ددغې سیمې په تیره بیا د سورئې هیواد په تاریخ کې ځانګړی رول لوبولی دی.
پارس ټوډې راپور ورکړی، په همداوروستیو کې له سورئې په انټرنیټي فضا کې یو شمیر کلیپونه خپرۀ شوي دي چې ترهه ګرو ډلو ټپلو او وسلوالو وګړو ،ځیني سوریاوال او دهغوي کورنئ کړوي او دوي ته نصیري او یا علوي خطاب کوي. خو عولیان څوک دي او څه باؤرونه لري.؟
علویان : چې د ؛نصیریه ؛ په توګه هم پیژندل کیږي، د اسلام د ګران پیغمبر داهل بیت علیهم السلام مینه وال شمیرل کیږي، او د دوي تاریخي ریښې دولسمې میلادي پيړئ ته ورګرځي . دغه ډله په تیره بیا د سورئې په غرنیو سیمو کې په تیره بیا په لاذقیه کې اوسیږي، علویان په سورئې کې دیوه مذهبی لږکي په توګه دتاریخ په اوږدو کې تل له ډيرو چیلنجونو سره مخامخ دي.
د علویانو تاریخچه او سیاسی او اجتماعي رول!
علویان د تاریخ په اوږدو کې زیاتره له اجتماعي او مذهبی توپیرونو سره مخامخ وو. په عثماني پړاؤ کې او حتی له دې مخکې ،ددوي دمذهبی توپیرونو په دلیل د ځپنې په شیشت کې راغلي دي، په عین حال کې ، په اوسمهال کې په تیره بیا په سورئې کې د حافظ الاسد او بعث ګوند واک ته له رسیدا وروسته ، د دوي سیاسی او اجتماعي موقعیّت تر یوه حده ښه شو.
عقاید!
علویان د پیغمبر اکرم جانشین او وصي حضرت امام علی علیه السلام ته ځانګړی ارادت لري.
د علویانو په لیدتوګه، علوي پالنه څلور معنوي دروازې لري چې په ترتیب سره په دې ډول دي .
شریعت
طریقت
معرفت
حقیقت
دعلویانو په مسلک کې همداراز کورنۍ او میرمنې ته د احترام په سترګه کتل له ډير اهمیّته برخمن دي
د علویانو له نظره ، پنځه لوئې ګناهانې شته دي چې چې په دې ډول دي!
د یوه انسان وژله
زنا،
د ښځې طلاق
حق الناس
موسیقۍ ته علویانو نظر !
علویان په ټولو زمانو :ې ،هغه که په قدرت کې وو او که له دې پرته ، له موسیقۍ سره ئې ښه ا ړیکه درلودلې ده ، حتی د دوي ځیني رهبران هم موسیقي غږوي او سندرې وائي .
جغرافیا!
علویان د اسلامی نړۍ په ګوټ ګوټ کې خوارۀ وارۀ دي ، خو زیاتره په سورئې ، ترکیې ،عراق ، لبنان او د لویدیځي آسیا سیمې په ځينو نورو سیمو کې ژوند کوي