صهیونیسټي رژیم د دمشق په اطرافو ډرون حمله وکړه
Jan 16, 2025 03:44 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
د اسراییلو پوځ د سوریې د پلازمینې دمشق په شمال لویدیځ کې په یوې سیمې د بې پیلوټه الوتکې برید وکړ.
د سوریې سیمه ییزو سرچینو پرون چهارشنبه وویل: په دې برید کې، د اسراییلو یوې بې پیلوټه الوتکې د دمشق په شمال لویدیځ کې یو پوځي مرکز په نښه کړ.
د اسراییلو پوځ په دې وروستیو ورځو کې د بشارالاسد د رژیم له نسکورېدو وروسته د سوریې په مختلفو سیمو کې په مختلفو هدفونو بمبارۍ کړې دي.
د دې هوايي بریدونو سربیره، د اسراییلو پوځ، په سوریه کې د پرمختګونو څخه په ګټې اخیستنې سره، د هیواد جنوبي سیمو ته، په ځانګړې توګه د قنیطره ښار ته هم ننوتی دی.
دا بریدونه سره له دې هم کیږي چې د سوریې د وسله والو مخالفینو د ډلې د قوماندان "جولاني" رژیم د دوی په وړاندې هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.
ټیګونه