یمنیانو د داعشي ترهګرو خلاف ځانګړي عملیات وکړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i156404-یمنیانو_د_داعشي_ترهګرو_خلاف_ځانګړي_عملیات_وکړل
یمنیانو د داعشي ترهګرو خلاف ځانګړي عملیات وکړل
(last modified 2025-01-15T23:30:49+00:00 )
Jan 16, 2025 03:58 Asia/Kabul
  • یمنیانو د داعشي ترهګرو خلاف ځانګړي عملیات وکړل

یمنیانو د داعشي ترهګرو خلاف ځانګړي عملیات وکړل

د یمن د ملي نجات حکومت د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یمني ځواکونو د ځانګړو عملیاتو له لارې په البیضاء ولایت کې «حنکة آل سعود» سیمه د داعشي ترهګرو له سپیره وجوده پاکه کړه.

د یمن د کورنیو چارو وزارت په وینا، د دې عملیاتو په لړ کښې، د داعش لسګونه ترهګر ونیول شول او د دغې ترهګرې ډلې د یو مشر "فیصل الخبزي المعین" په شمول یې ډیر کسان ووژل شول.

د یمن د کورنیو چارو وزارت زیاته کړه چې د امریکا او صهیونیسټ رژیم لخوا د داعش د فعالولو هدف دا دی چې یمن د فلسطین د مقاومت په ګټه له خپلو دریځونو څخه شاته شي.