له ۶۰ فیصدو ډیر صهیونیسټان د نتانیاهو استعفا غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i156680-له_۶۰_فیصدو_ډیر_صهیونیسټان_د_نتانیاهو_استعفا_غواړي
د یوې نوې نظرسنجۍ پایلې ښئي چې ۶۳ فیصده صهیونیسټي یهودیان د اسرائيلو د رژيم د وزیراعظم «بنیامین نتانیاهو» د استعفا غوښتونکي دي.
(last modified 2025-01-25T06:31:07+00:00 )
Jan 25, 2025 10:55 Asia/Kabul
  • له ۶۰ فیصدو ډیر صهیونیسټان د نتانیاهو استعفا غواړي

د یوې نوې نظرسنجۍ پایلې ښئي چې ۶۳ فیصده صهیونیسټي یهودیان د اسرائيلو د رژيم د وزیراعظم «بنیامین نتانیاهو» د استعفا غوښتونکي دي.

د ایرنا د رپورټ له مخې، د معاریو صهیونیسټي ورځپاڼې د نظرپوښتنې له مخې، ۶۳ فیصده صهیونیسټانو ویلي چې «بنیامین نتانیاهو» د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د امنیتي ماتې مسئول دی.

په یادې نظرپوښتنې کښې ګډونوال په دې باور دي چې د اسرائیلو د پوځ د لوې درستیز «هرتزی هالیوی» په شان باید له نتانیاهو څخه هم پوښتنه وشي او له وزیراعظمۍ لرې کړې شي.

دغه نظرپوښتنه د صهیونیسټي رژيم د پوځ د لوې درستیز له استعفا وروسته وشوه چې څه موده مخکښې یې د اکتوبر د اوومې د ماتې په وجه یې استعفا ورکړې ده.

له دې مخکښې هم یوشمیر صهیونیسټي چارواکو او د پارلیمان د کمیټو ځینو مشرانو د غزې د اوربند د موافقې د لاسلیکیدو په اعتراض کښې استعفاوې ورکې دي.

اسرائیلي رسنیو د صهیونیسټي رژيم د چارواکو استعفاګانې یوه سیاسي زلزله بللې ده.