ملایشیا د غزې تړانګې په وړاندې خپل دریځ محفوظ ساتي
(last modified Thu, 06 Feb 2025 00:34:16 GMT )
Feb 06, 2025 05:04 Asia/Kabul
  • ملایشیا د غزې تړانګې په وړاندې خپل دریځ محفوظ ساتي

پارس ټوډې -  د ملایشیا لومړي وزیر  د غزې تړانګې د خلکو داجباري کوچولو لباره  د امریکا د ولسمشر  له پلان سره په مخالفت کې ټینګار  وکړ، ملایشیا به د غزې تړانګې په وړاندې د نورو مسلمانو هیوادونو په څير  خپل دریځ خوندي وساتي.

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  دتیرې سه شنبې په شپه  د صهیونیسټي رژيم له لومړی وزیر بینیامین نتنیاهو سره  په ګډ خبری کنفرانس کې  یوځل بیا د شاخوا هیوادونو ته دغړې تړانګې د   اوسیدونکو فلسطینیانو  دمنتقلولو په باب  خپلې  خبرې  تکرار کړې او وې وئيل، واشنګټن  به د غزې  کنټرول  په لاس کې واخلي.

زمونږخبریال د ایرنا له قوله راپور راکړ،  د ملایشیا  لومړی وزیر  انور ابراهیم  پرون  د غزې تړانګې بیا رغونې ته دخپل هیواد دژمنتیا په باب  ووئيل؛ ملایشیا به  د یوه مسلمان هیواد په توګه  د  فلسطین دآزادۍ په وړاندې خپل دریځ   څخه لاس په سر نشي. انور ابراهیم  د ملایشیا  په نړیوال پوهنتون کې په یولړ دستورو کې پخپلې وینا کې  وئيلي دي ، دا مهمه ده چې ملایشیا  دنورو اسلامی هیوادونو په شان خبل دریځ خوندي ساتي.

 تیره اونۍ هم  د ملایشیا لومړي وزیر وئیلي وو ،چې دغه هیواد  له غزې تړانګې سره  د  خپلو  لومړنیو مرستو د یوې برخې په توګه  یو ښونځی ، روغتون او جومات  جوړولو ته ژمن دی.