حماس د بیارغونې لپاره کوم وسونه لري؟
(last modified Thu, 06 Feb 2025 09:15:42 GMT )
Feb 06, 2025 13:45 Asia/Kabul
  • حماس د بیارغونې لپاره کوم وسونه  لري؟

پارس ټوډې - صهیونیسټي سرچینو یو ځل بیا اعلان وکړ چې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د ځان د بیارغونې له وړتیا حیران شوي دي.

صهیونیسټ رژیم د غزې په تړانګه باندې له  ۱۵ میاشتو زیات وخت لپاره جګړه تحمیل کړه، چې په دې موده کې یې د غزې د خلکو په وړاندې بې ساري نسل وژنه وکړه. سربېره پردې، د غزې زیربنا یې په بشپړه توګه ویجاړه کړه. د پارس ټوډې په وینا، د غزې پر وړاندې د جګړې او د نسل وژنې له پیل راهیسې د صهیونیسټ رژیم یو له مهمو اهدافو د حماس له منځه وړل وو.

اوس، لکه څنګه چې د صهیونیسټ رژیم او د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ ترمنځ له  اوربند شاوخوا درې اونۍ تیریږي، د غزې په تړانګه کې د حماس د خپل دریځ د بیرته راګرځولو وړتیا نښې نښانې ډیرې څرګندیږي، تر دې چې رسنۍ او مختلف صهیونیسټی شخصیتونه اړ شوي چې د حماس وړتیا ومني.

صهیونیسټ ژورنالیست ایلموګ بوکر وویل: "دا د حیرانتیا خبره ده چې حماس څنګه وکولی شو ځان بیا جوړ کړي او په ۷۲ ساعتونو کې د غزې تړانګه کنټرول کړي." داسې ښکاري چې اوس د  دی وخت  رسیدلی دی،   ځانونو ته  د کیسو ویل بند کړو ،  حماس د غزې په تړانګه بشپړ کنټرول لري.

 

 همداراز موشه  بوزیلف ، چې د مسګاف امنیتي څیړنیز مرکز څېړونکی او د شاباک  پخوانی لوړ پوړی افسر دی، هم په دې اړه وویل: "هر هغه څوک چې حماس ته د ماتې ورکولو ادعا کوي، وهم لري." د اسراییلو په پوځ کې یو متقاعد جنرال امیر اووي هم ومنله چې "موږ په داسې حالت کې یو چې د حماس د ځواک د بیا رغولو پروسه د اسراییلو د پوځ لخوا د هغه د ویجاړولو له پروسې مخکی  شوې ده."

مخکې له دې، د صهیونیسټ ورځپاڼې یدیعوت احرونوت په یوه راپور کې ټینګار وکړ چې د بندیانو د تبادلې پرمهال د حماس د پوځي پریډونو لیدل شوي صحنې هیڅ شک نه پریږدي چې د ۱۵ میاشتو له  جګړې وروسته، د حماس غورځنګ لاهم په غزه کې یو اغیزمن ځواک ګڼل کیږي. د یدیعوت احرونوت ورځپاڼې د لویدیځو چارواکو په حواله دا ومنله چې: "د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د غزې په ځینو برخو کې د وضعیت د مدیریت لپاره د خپل ډیرظرفیت بیرته ترلاسه کولو توان لري."

مهمه پوښتنه دا ده: د حماس غورځنګ د ځان د بیا رغولو لپاره کومې  وړتیاوې لري؟ د دې پوښتنې په ځواب کې، مونږ باید لومړی د حماس ولسی ملاتړ ته اشاره وکړو، کوم چې د اوربند له ټینګیدو او د خلکو لخوا په پراخه کچه له هرکلي وروسته څرګند شو. دې ولسي ملاتړ حماس غورځنګ ته دا توان ورکړ چې نوي غړي استخدام کړي او خپله  ننګونه په چټکۍ سره حل کړي. بله مهمه وړتیا د حماس د ځواک په جوړښت کې د مشرانو شتون دی، چې د غورځنګ د قوماندانانو له لاسه ورکول پټوي. محمد سنوار یو له هغو مشرانو دی چې د خپل ورور یحیی سنوار له شهادت وروسته یې د حماس په پوځي جوړښت کې مهم رول ولوباوه،

وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) خپل ځواک بیا رغوي او د اسراییلي رژیم له پراخو بریدونو سره سره د نوي ځواکونو د جذبولو توان لري. راپور د دې پروسې په رهبرۍ کې د "محمد سنوار" رول ته اشاره وکړه، چې د "یحیی سنوار" کشر ورور دی . بله مهمه وړتیا د حماس ځواک او وړتیا ده چې په غزه کې په داسې ډول چارې اداره کړي چې هیڅ بله فلسطیني ډله یې نلري.

په دې اړه، خبري سرچینو راپور ورکړی چې حماس د هغو جنایتکارو ډلو په له منځه وړلو کې بریالی شوی چې د مرستې په کاروانونو یې برید کاوه او هغه غله یې ځپلي چې د اسراییلي پوځ په مخ کې او د دوی له لاسوهنې پرته مرستې لوټ کولې. دا وړتیاوې، او همدارنګه نور امتیازات چې د حماس غورځنګ ترې برخمن دی ، د صهیونیسټ رژیم د راتلونکو ورځو او میاشتو کې د حماس له خوا د نورو حیرانتیاوو شاهد وي.