حماس: د اشغالګر رژیم تجاوزات په جِنین کې دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i158096-حماس_د_اشغالګر_رژیم_تجاوزات_په_جِنین_کې_دوام_لري
پارس تودي - د فلسطین د مقاومت اسلامي غورځنګ (حماس) اعلان وکړ چې د صهیونیسټي رژیم وحشیانه تجاوزات د جِنین ښار او د هغه په کمپ کې، چې د غربي غاړې په سیمه کې موقعیت لري، دوام لري.
(last modified 2025-03-12T03:37:46+00:00 )
Mar 12, 2025 08:06 Asia/Kabul
  • حماس: د اشغالګر رژیم تجاوزات په جِنین کې دوام لري

پارس تودي - د فلسطین د مقاومت اسلامي غورځنګ (حماس) اعلان وکړ چې د صهیونیسټي رژیم وحشیانه تجاوزات د جِنین ښار او د هغه په کمپ کې، چې د غربي غاړې په سیمه کې موقعیت لري، دوام لري.

پارس ټوډی د ایرنا خبري اژانس له قوله لیکلي: حماس د اشغالګر رژیم د جنایتونو د دوام په اړه، چې د جِنین ښار پر ضد یې ترسره کوي، وویل: اشغالګر رژیم د جِنین کمپ ۲۰ زره اوسیدونکي بې‌کوره کړي او لسګونه نور یې نیولي دي.
دې فلسطیني غورځنګ زیاته کړه: د دې رژیم تجاوزات په طولکرم کمپ کې هم جریان لري او په لسګونو کورونه یې ویجاړ کړي دي.

حماس دغه راز زیاته کړې،  د قدس اشغالګر رژیم د غزې تړانګې د تګ راتګ لارې هم بندې کړي او د لسمې ورځې لپاره یې بریښنا پرې کړې ده، په رمضان میاشت کې یې د فلسطیني ښارونو پر ضد وحشیانه یرغلونه زیات کړي او د غربي غاړې په ټولو برخو کې یې د استوګنځیو جوړولو پراخه کړي دي.

حماس د اشغالګر رژیم د الحاق طرحو، د فلسطینیانو د جبري کوچولو او تاریخي حقایقو د بدلولو هڅو ته په اشارې سره وویل چې اشغالګر رژیم د بشري قوانینو، کنوانسیونونو او نړیوالو نورمونو څخه هیڅ یوه ته ژمن نه دی.