صهیونیسټي رژیم ته د شهید السنوار دوه مهم درسونه
(last modified Sat, 03 May 2025 09:01:41 GMT )
May 03, 2025 13:31 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژیم ته د شهید السنوار دوه مهم درسونه

پارس ټوډې - یوه صهیونیسټي لیکوال صهیونیسټي رژیم ته د شهید یحیی السنوار دوو مهمو درسونو ته اشاره کړې ده.

صهیونیسټي لیکوال یوآو لیمور د شنبې په ورځ په اسرائیل هیوم ورځپاڼه کې ولیکل چې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د سیاسي دفتر مرحوم مشر شهید یحیی السنوار د صهیونیسټي رژیم له تاسیس راهیسې د دې رژیم لپاره تر ټولو لوی ناورین رامنځته کړ.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ لیمور زیاته کړه: السنوار صهیونیسټي رژیم ته دوه درسونه ورکړل: لومړی دا چې، د دښمن ځواک باید کم ونه ګڼل شي، او دویم دا چې، په غزه کې مبارزین په عین ساده والي کې، ډېر روزل شوي او هوښیار دي.

اسرائیل زیو، چې د اسرائیلو په پوځ کې یو ذخیره عسکر دی هم مخکې یې اعتراف کړی وو چې حماس د دې رژیم پر وړاندې په ډېرې هوښیارۍ سره عمل کوي.