نړيواله اداره آکسفام: په غزه کې بشري ناورين روان دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i162712-نړيواله_اداره_آکسفام_په_غزه_کې_بشري_ناورين_روان_دی
پارس ټوډی - نړيوالې ادارې «آکسفام» په يوه اعلاميه کې ويلي، چې په غزه تړانګه کې بشري کړکېچ بې ساري کچې ته رسېدلی او قحطي په ټوله سيمه کې خپره شوې ده، او ټينګار يې کړی، چې لوږې د ګڼو غير نظاميانو ژوند اخيستی او په غزه کې يو بشري ناورين روان دی. 
(last modified 2025-07-24T07:25:30+00:00 )
Jul 24, 2025 11:53 Asia/Kabul
  • نړيواله اداره آکسفام: په غزه کې بشري ناورين روان دی

پارس ټوډی - نړيوالې ادارې «آکسفام» په يوه اعلاميه کې ويلي، چې په غزه تړانګه کې بشري کړکېچ بې ساري کچې ته رسېدلی او قحطي په ټوله سيمه کې خپره شوې ده، او ټينګار يې کړی، چې لوږې د ګڼو غير نظاميانو ژوند اخيستی او په غزه کې يو بشري ناورين روان دی. 

د پنجشنبې په ورځ دې اعلاميه کې آکسفام زياته کړې، چې د نړيوالې ټولنې دوامداره چوپتيا او د امدادي ادارو د تکراري خبرداريو ته د مناسب ځواب نشتوالی، د غزې خلک له سختو کړکېچونو لکه ناسمې تغذيې او د اوبو ککړتيا سره مخ کړي، چې په اوسني ناوريني او بې ساري حالاتو کې يې کړاوونه نور هم زيات کړي دي. 

دا اعلاميه په داسې حال کې خپره شوې، چې د غزې تړانګې لارې له ۱۴۰ ورځو راهيسې د اسرائيلي رژیم لخوا په بشپړه توګه تړل شوې دي، دا اقدام د اوربند او د اسيرانو د تبادلې په اړه د پخواني تړون سره سره د اشغالګر رژیم لخوا تر پښو لاندې شوی دی.