عباس عراقچي ؛ فلسطین د خلکو مقاومت د ستاینې وړ دی
پارسټوډي – د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دوحې کې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر او د رهبرئ شورا له غړو سره په کتنې کې د فلسطین د خلکو د هغه اتلوال مقاومت ستاینه وکړه، چې د صهیونیسټي رژیم د بېساري ظلمونو په وړاندې ئې کړی دی.
د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر غړي او په غزې کې د دغه غورځنګ مسئول «خلیلالحیه» او د رهبرئ شورا یو شمېر غړو د ایران د بهرنیو چارو له وزیر «سیدعباس عراقچي» سره، چې دوحې ته ئې سفر کړی و، وکتل او خبرې ئې وکړې. د پارستودي د راپور له مخې، عباس عراقچي د فلسطین د خلکو د اسطورهیي مقاومت ستاینه وکړه او د فلسطین د ملت د روا او قانوني مقاومت ملاتړ ئې د ایران د اسلامي جمهوریت د اصولي موقف په توګه اعلان کړ، څو د فلسطین د خلکو بشپړ حقوق ترلاسه شي.
عراقچي د غزې او د اردن سین د لوېدیځې غاړې په شمول د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د زیاتوالي، لکه په غزې کې د بېګناه خلکو پر وړاندې د لوږې او قحطۍ د تپلو او د خوړو د وېش په صفونو کې د ښځو او ماشومانو د وژنې په اړه وویل، چې په بېلابېلو هېوادونو کې د احتجاجونو او لاریونونو زیاتوالی د نړیوالې ټولنې د ویښتیا نښه ده، چې د فلسطین په نیواکي ټاټوبوکې د نسلوژنې په وړاندې راپورته شوې ده. نوموړي د نسلوژنې د بندولو، په کلابندئ کې د خلکو لپاره د سمدستي بشري مرستو د رسولو او د صهیونیسټي رژیم د جنایتکارو مشرانو د محاکمې او سزا ورکولو لپاره د اسلامي هېوادونو د همغږۍ او هراړخیزو اقداماتو پر دوام ټینګار وکړ.