یمن د صهیونیسټي رژیم په پوستو توغندیز بریدونه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i164470-یمن_د_صهیونیسټي_رژیم_په_پوستو_توغندیز_بریدونه_کړي
پارس‌ ټوډی - د صهیونیستي رژیم رسنیو د یمن د وسله والو ځواکونو له خوا د اشغال شویو سیمو پر ضد د توغندیز برید راپور ورکړی دی.
(last modified 2025-09-11T10:42:47+00:00 )
Sep 11, 2025 15:11 Asia/Kabul
  • یمن د صهیونیسټي رژیم په پوستو توغندیز بریدونه کړي

پارس‌ ټوډی - د صهیونیستي رژیم رسنیو د یمن د وسله والو ځواکونو له خوا د اشغال شویو سیمو پر ضد د توغندیز برید راپور ورکړی دی.

د اسرائیلي رسنیو په وینا، د یمن له خوا د یو توغندي د توغولو وروسته، د اشغال شویو سیمو په جنوبي برخو النقب او وادي عربه کې د خبرداري سیسټمونه فعال شول.

د صهیونیستي رژیم پوځ اعلان وکړ چې د دې توغندي د توغولو وروسته، د النقب او وادي عربه په شمالي او جنوبي ښارګوټو کې د خطر زنګونه ووهل شول.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند ویلي چې دا بریدونه د غزې د خلکو د ملاتړ او د اسرائیلي تجاوزاتو د ځواب لپاره ترسره شوي دي.