د صهیونیسټ وزیر متکبرانه څرګندونو ته د یمن انصارالله ځواب
پارس ټوډې - د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي د صهیونیسټ رژیم د جګړې د وزیر د څرګندونو په ځواب کې وویل: تاسو د صنعا د نیولو او دلته د خپل بیرغ د پورته کولو په اړه خبرې وکړې پداسې حال کې چې تاسو نه شئ کولی خپله یوه کشتۍ هم بیرته وباسئ.
د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي محمد الفرح د صهیونیسټ رژیم د جګړې د وزیر اسراییل کاټز د څرګندونو په ځواب کې چې ویلي یې وو چې هغه به صنعا ونیسي او د اسراییلو جعلي بیرغ به پرې پورته کړي، وویل: مخکې له دې چې تاسو په صنعا کې خپل بیرغ پورته کړئ، غوره ده چې د ایلات بندر بیرته فعال کړئ!
الفرج ټینګار وکړ: "مخکې له دې چې تاسو په صنعا کې خپل بیرغ پورته کړئ، غوره ده چې د خپلو کښتیو لپاره بیرغ چمتو کړئ او د یمن ړ سمندري ځواکونو له ویرې د نورو هیوادونو بیرغونه ونه کاروئ."
د یمن د انصارالله لخوا دا غاښ ماتوونکی ځواب د اسراییلو د جګړې وزیر، اسراییل کاټز د څرګندونو په ځواب کښې دی چې له دې مخکې یې ګواښونکې څرګندونې کړې وې او ویلي یې وو چې د حوثيانو په بیرغ باندې لیکل شوی "مرګ پر اسراییل" شعار به د یمن په پلازمینه کې د اسراییلو (صهیونیسټ رژیم) په بیرغ بدل شي.