اسرائیل رژیم لاهم غزې ته د مرستو د ننوتلو مخنیوی کوي
د غزې د روغتیا وزارت مسئول منیر البرش رسنیو ته وویل چي اسرائیل رژیم لاهم غزې ته د درملو او طبي سامان الاتو د ننوتلو مخنیوی کوي.
هغه الجزیرې سره په خبرو کې زیاته کړه: صهیونیست نیواکګر رژیم غزې ته ډېرو کمو مرستو د ورپرېښودلو سیاست غوره کړی، سره له دې چي دلته په غزې کې درملو او طبي سامان الاتو ته سخته اړتیا لرو.
منیر البرش وویل: د اسرائیل رژیم له خوا غزې ته د درملو په نه پرېښودلو سره، حالات سخت خراب شوی دی، اسرائیل رژیم هغه درمل چي اپرېشنونو لپاره کارول کیږي او ژوند ژغورونکې دي، غزې ته نه ورپریږدي.
د غزې د روغتیا د وزارت مسئول یادونه وکړه چي په غزې کې ۳۵۰ زره ماشومان په خوارځواکي مبتلا شوي خو اسرائیل رژیم د ماشومانو د درملنې لپاره تقویتي درملې نه پریږدي، د وینې د فشار او د شکرې د ناروغانو درمل نه پیدا کیږي، باید لارې خلاصې شي تر څو ناروغان علاج لپاره له غزې څخه بهر ولېږدول شي.
سره له دې چي د ټرمپ د سولې طرحه د یو شمېر هیوادونو په ګډون سره، لاسلیک شوه، او حماس غورځنګ خپلې ژمنې عملي کړي دي، خو اسرائیل رژیم له یادې هوکړې نه په دوامداره توګه سرغړوي.