ولې د فلسطينيانو رنځ او کړاو نه ليدل کېږي؟
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i166746-ولې_د_فلسطينيانو_رنځ_او_کړاو_نه_ليدل_کېږي
پارس تودې- په غزه کې هيڅ ارامه شپه نشته؛ نه د اوربند مخکې او نه د شرم الشيخ د سولې له اعلاميې وروسته.
(last modified 2025-11-04T04:39:56+00:00 )
Nov 04, 2025 09:07 Asia/Kabul
  • فلسطينۍ مېرمنې د خپلو عزيزانو لپاره ویره کوي چې په غزه کې د اسرائيل رژيم په شپنې بريدونو کې شهيدان شوي.
    فلسطينۍ مېرمنې د خپلو عزيزانو لپاره ویره کوي چې په غزه کې د اسرائيل رژيم په شپنې بريدونو کې شهيدان شوي.

پارس تودې- په غزه کې هيڅ ارامه شپه نشته؛ نه د اوربند مخکې او نه د شرم الشيخ د سولې له اعلاميې وروسته.

«مډل ايسټ آي» middle east eye په دې وروستيو کې د «لبنا مساروا» په قلم يو مطلب ليکلی: په داسې حال کې چې نړيوال مشران په مصر کې د ساحلي تفریح ځای شرم الشيخ کې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره په موسکا او لاس ورکولو سره د غزې د شخړو د پای په اړه خبرې کولې، اسرائيلي پوځ بې له ځنډه د غزې بمبارۍ ته دوام ورکول؛ ګواکې حتی د ساه اخیستلو لپاره هم تمه نه کاوه. د پارس ټوډې د راپور له مخې، صهيونيسټ رژيم له اوربنده يوازې يوه ورځ وروسته ، د ۴۶ ماشومانو او د یوې کورنۍ د ۱۸ غړو په ګډون د ۱۰۴ څخه د زياتو ملکي فلسطينيانو ژوند واخيسته. ډېر قربانيان حتی نوم هم نه درلود؛ بې غږه او بې هويت شهيدان شول.

د نړۍ لپاره، فلسطينيان نور انسانان نه دي؛ په بې احساسه، بې له مخینې، بې کيسې او بې راتلونکي مخلوقاتو باندې بدل شوي دي. په داسې حال کې چې اسرائيلي رسنۍ د خپلو اسيرانو د ژوند په اړه په تفصيل خبرې کوي. د دوی د خوښې وړ خواړو څخه نيولې بيا د کورنۍ غيږې ته د ستنېدو تر شېبې پورې، هيڅوک د غزې شهيد ماشومانو لپاره اوښکې نه تویوي.

د اوربند په ورځ، اسرائيلي تلويزيون يو صحنه خپره کړه؛ د يو اسرائيلي اسير مېرمن خپل پنځه کلن زوی راويښ کاوه ترڅو د پلار د ستنېدو خبر ورکړي. د تلويزيون د ویندویانو په سترګو اوښکې جمعه شوې وې. خو هماغه ورځ، اسرائيلي پوځ په لويديځې غاړې کې د فلسطيني بنديانو په کورونو بريد وکړ؛ د هغو کسانو په کورونو چې بايد آزاد شي. کورنۍ ګواښل شوې چې د خوښۍ د څرګندولو حق نه لري، حتی که عزيزان يې آزاد شي.

رزان، د يو فلسطيني بندي لور وويل: «سربازانو زموږ په کور بريد وکړ، موږ يې وګواښلو او حتی يې اجازه نه راکړه چې څوک د پلار د خلاصون مبارکي ووايي.» په هماغه بريد کې يو ځوان ټپي شو او څو نور کسان هم وډبول شول.

په غزه کې، هيثم سالم، آزاد شوی فلسطيني بندي، له آزادۍ وروسته پوه شو چې مېرمن يې او درې ماشومان يې د اسرائيل رژیم په بريدونو کې شهيدان شوي دي. په روغتون کې په ژړا وويل: «آيا زما ماشومان ژوندي دي؟ نه... دوی مړه دي. څلور ورځې وروسته یې د زوي د زوکړې ورځ وه.» هغه لاس بند يې چې د لور لپاره په بند کې جوړ کړی و، پورته کړ او ويې ويل: «دا مې په خپلو لاسونو لور لپاره جوړ کړ.»

د هغه لور هماغه عمر درلود لکه د هغه اسرائيلي اسير زوی چې څو ورځې مخکې يې د زوکړې ورځ لمانځلې وه. خو د سالم لپاره نه اوښکې تویې شوې او نه څوک پاتې وو چې له آزادۍ څخه یې هرکلی وکړي.

په داسې حال کې چې اسرائيل رژیم تل د «ځان دفاع د حق» خبرې کوي، هيڅوک د غزې يا لويديځې غاړې خلکو دفاع نه کوي. حتی د ۶۸۰۰۰ څخه د زياتو فلسطينيانو مرګ، چي په کې ۲۰۰۰۰ ماشومان و، د نړۍ د غبرګون د پارولو لپاره کافي نه دي.

په يوه شپه کې، اسرائيلي بمونه کولی شي سلګونه ژوند واخلي. اسرائيل د بريد مخکې يوازې امريکا ته خبر ورکوي او بلې ورځې، «اوربند» بيا اعلانېږي؛ مخکې له دې چې حتی د ماشومانو جسدونه خاورو ته وسپارل شي.

هغه حکومتونه چې د شرم الشيخ اعلاميه يې لاسليک کړې، فلسطينيانو ته مشوره ورکوي چې د خپلواکۍ د ترلاسه کولو يوازنۍ لاره مذاکره ده، نه مقاومت. خو اسرائيل ښودلې چې د هيڅ تړون مراعات نه کوي.

يو نوی «له جنګه وروسته» پړاو جوړېږي؛ داسي پړاو چې اسرائيلو طراحي کړې ده او عربو او مسلمانو مشرانو يې له ټرمپ سره په موسکا او لاس ورکولو تاييد کړی. په دې ماډل کې، د «دفاعي حق» ځای «ځوابي حق» نيولی چې په چوکاټ کې یې اسرائیل رژیم هر کله وغواړي وژنې کوي، په عمل کې يعنې د فلسطينيانو د وژلو دايمي اجازه، هر وخت چې اسرائيل غواړي.