د غزه په «برمودا مثلث» کې د بشري مرستو ورکېدل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i168094-د_غزه_په_برمودا_مثلث_کې_د_بشري_مرستو_ورکېدل
پارس ټوډې – سره له دې چې ادعا کېږي زرګونه د بشري مرستو لارۍ غزې ته داخل شوي، خو خلک لا هم وږي دي او مرستې د غزې په «برمودا مثلث» کې ورکېږي.
(last modified 2025-12-05T21:32:17+00:00 )
Dec 06, 2025 01:59 Asia/Kabul
  • د غزه په «برمودا مثلث» کې د بشري مرستو ورکېدل

پارس ټوډې – سره له دې چې ادعا کېږي زرګونه د بشري مرستو لارۍ غزې ته داخل شوي، خو خلک لا هم وږي دي او مرستې د غزې په «برمودا مثلث» کې ورکېږي.

له یوې نيمې میاشتې ډېر وخت د غزې له اوربند تېر شوی دی. د موافقې له مخې، باید هره ورځ ۶۰۰ لارۍ چې خواړه، درمل، تېل او نور اړین توکي وړي، غزې ته داخلېدای.

د پارس د راپور له مخې، اسراییلي چارواکي ادعا کوي چې زرګونه لارۍ مرستې ورغلې او سلګونه زره ټنه خوراکي مواد سپارل شوي دي. خو حقیقت له دې شمېرو ډېر لرې دی. ډېری لارۍ بې‌ارزښته توکي وړي، نه هغه مهم او ضروري مواد.

نړیوالو سازمانونو هم د اسراییلو دا ادعا تر پوښتنې لاندې راوستې ده. د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې یوازې نیمایي اړین خوراکي توکي غزې ته رسېږي، او فلسطیني بنسټونه ټینګار کوي چې یوازې یوه‌څلورمه برخه مرسته د داخلېدو اجازه لري. له هماغه لږ مقدار څخه هم یوازې یوه کوچنۍ برخه بې‌کوره شویو او بېوزلو ته رسېږي، ځکه مرستې د غزې په «برمودا مثلث» کې ورکېږي. د پولې او کمپونو ترمنځ لنډ واټن، په عمل کې تر ټولو اوږد او سیاسي ـ امنیتي لاره ده. خلک د لاریو خبر اوري، خو مرستندویه بستې نه ویني؛ د ټنونو اوړو اوري، خو د خلکو پر دسترخوان هېڅ ډوډۍ نه شته.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د اسراییلو پوځ لارې محدودې کړي او لارۍ خطرناکو لارو ته اړ باسي.

په داسې حال کې چې له اوربند وروسته د نړۍ پاملرنه کمه شوې، د مرستو ورکېدل هم عادي ګرځول شوي دي. دا کړکېچ چې د اسراییلو له لوري جوړ شوی، د فلسطینیانو د ټولیزې سزا یوه بله بڼه ده؛ او له هره لارۍ چې په دغه «برمودا مثلث» کې ورکه شي، د خلکو د ژوند د دوام توان هم له منځه ځي.