د اسرائيلو له امنيت سره د نتانياهو ستر قمار
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i168296-د_اسرائيلو_له_امنيت_سره_د_نتانياهو_ستر_قمار
پارس ټوډې – نتانياهو د استخباراتي چارو له تجربې بې‌برخې رومن ګوفمن د موساد مشر وټاکه او درې وړ داخلي ځایناستې يې په بشپړ ډول له پامه وغورځول، او د اسرائيلو امنيت یې له شخصي وفادارۍ سره وتاړه.
(last modified 2025-12-10T06:43:17+00:00 )
Dec 10, 2025 11:11 Asia/Kabul
  • د اسرائيلو له امنيت سره د نتانياهو ستر قمار

پارس ټوډې – نتانياهو د استخباراتي چارو له تجربې بې‌برخې رومن ګوفمن د موساد مشر وټاکه او درې وړ داخلي ځایناستې يې په بشپړ ډول له پامه وغورځول، او د اسرائيلو امنيت یې له شخصي وفادارۍ سره وتاړه.

بنيامين نتانياهو رومن ګوفمن د موساد مشر وټاکه؛ هغه افسر چې په استخباراتو يا ځانګړو عملياتو کې هېڅ تجربه نه لري. يوازينۍ سابقه يې دا ده چې يو نيم کال د نتانياهو پوځي منشي پاتې شوی دی.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، نتانياهو په دې ټاکنې سره، درې هغه مخکښ نوماندان له پامه وغورځول چې د موساد په ټولو وروستیو سترو لاسته‌راوړنو کې يې مهم رول درلود. موساد يو مسلکي بنسټ دی، نه سياسي څوکۍ. د مسلکي وړتيا پر ځای د شخصي وفادارۍ پر بنسټ ټاکنه، د اسرائيلو امنيت له خطر سره مخ کوي.

دا دویم پرلپسې ځل دی؛ له هغې وروسته چې دیويد زيني د شاباک (شين‌بېت) مشر وټاکل شو ـ چې هغه هم اړینه وړتيا نه درلوده ـ اوس نوبت موساد ته رسېدلی. نتانياهو ښکاري چې لوړه پوځي درجه له استخباراتي تخصص سره يوه ګڼي. ګوفمن هېڅکله په استخباراتي پست کې کار نه دی کړی او نه يې کله پټ يا ځانګړي عمليات رهبري کړي دي.

کېدای شي د پوځي منشي په توګه، د ځينو ماموريتونو څارونکی پاتې شوی وي، خو دا د واقعي پوهې او تجربې له کچې څخه ډېر لرې دی. د نتانياهو له دفتر سره همدا نږدېوالی او رامنځته شوې وفاداري، د دې ټاکنې اصلي لامل ښکاري، نه هغه مسلکي توجيهات چې په رسمي بيان کې ذکر شوي.

دا پرېکړه نه يوازې د وړو داخلي نوماندانو ښکاره سپکاوی دی، بلکې د ټول موساد په وړاندې يو ډول بې‌باوري هم ده؛ په داسې حال کې چې نتانياهو څو ځله دغه بنسټ ستايلی دی. د موساد په انګړ کې له لوړو تر ټيټو رتبو پورې، د نتانياهو له دې کاره د غوسې او ناهيلۍ څپې خپرې دي.